لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اجمل وزیر د وزيراعلی د سلاکار د څوکۍ څخه لرې کړی شو


د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی محمود خان د اطلاعاتو او عامو اړيکو په چارو کې سلاکار اجمل وزیر د څوکۍ څخه لرې کړی شو.

د چيف سيکرټري خېبرپښتونخوا د دفتر څخه نن د خالي/ شنبې په ورځ جاري شوي بيان کې ویل شوي اجمل وزیر د وزیراعلی د اطلاعاتو او عامو اړيکو په چارو کې د سلاکار د څوکۍڅخه لرې کړی شو او د هغه په ځای کامران بنګش ته دغه څوکۍ ورکړی شوه.

کامران بنګش د وړاندې نه د بلدياتو، الېکشن او کلیوالو سيمو کې د پرمختګ په چارو کې د وزيراعلی خېبرپښتونخوا سلاکار دی.

د ځايي میډيا ترمخه اجمل وزیر ویلي هغه په خپله استعفي ورکړې خو په حکومتي اعلاميه کې يواځې د هغه د څوکۍ څخه لرې کولو ویل شوي دي.

ځايي ميډيا دا هم وايي چې اجمل وزیر د یوې اشتهاري ادارې سره د کړو خبرو ټېپ ليک، افشا شوی ځکه هغه د دې څوکۍ څخه لری کړی شو.

د اجمل وزیر د لرې کولو علت په سرکاري اعلاميه کې نه دی ويل شوی، او نوموړي ويلي د کورنيو مصروفياتو له امله د څوکۍ نه استعف ورکوي.

خو د دې خبرې پخلی تراوسه په سرکاري توګه نه دی شوی چې د هغه د لرې کولو اصل علت څه ؤ؟.

اجمل وزير د روان کال د مارچ په مياشت کې د وزيراعلی د اطلاعاتو په چارو کې سلاکار ټاکل شوی ؤ، هغه د وړاندې نه د وزیراعلی وياند ؤ.

اجمل وزير د شوکت يوسفزي په ځای راوستل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG