لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمودخان:افغانستان کې دبند پاتې شوؤ افغان کډوالو راستنولو دپاره به زر طرحه جوړه کړو


دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی ښاغلي محمود خان ویلي مونږ افغانستان سره خپلې تجارتي اړېکې لا پراخول غواړو اؤ په دې لاره کې پراته ټول خنډان له مینځه وړو.

دجمعې په ورځ پېښور کې دافغانستان قونصل جنرال ښاغلي نجیب الله احمدزي سره لیدنه کې وزیراعلی محمود خان ویلي مونږ هڅه کوؤ چې دتورخم په څېر دغلام خان لاره هم دتجارت دپاره خلاصه کړو اؤ تجارانو ته د سوداګرۍ غوره موقعې په لاس ورکړو.

پېښور کې دافغان قونصلګرۍ دبیان له مخې په دغه لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په تجارتي ستونزو،دسوداګریزو لارو په پرانستلو اؤ پاکستان کې دمیشت افغان کدډوالو دستونزو په اړوند خبرې اترې شوي دي.

قونصل جنرال نجیب الله احمدزي دخیبر پښتونخوا وزیراعلی دهاغو کډوالو دمشکلاتو څخه هم خبر کړی چې کورونه یې په پاکستان کې دي اؤ دپولې دتړل کیدو له امله افغانستان کې بند پاتې شوي دي.

افغان قونصلګري وایي وزیراعلی محمود خان افغان قونصل جنرال ته باور ورکړی چې افغانستان کې دبند پاتې شوؤ هاغو کډوالو چې کورونه یې پاکستان کې دي ،‌په پوله د را اوښتو دپاره به یې زر یوه طرحه جوړه شي اؤ دغه کډوال به پاکستان کې خپلو کورونو ته راستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه پاکستان کې دا مهال ۱۴ لکه رجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي چې په هغوئ کې زیاتره خیبر پښتونخوا کې دکډوالو په کیمپونو کې میشته دي.

خو راپورونه وايي چې په ټول پاکستان کې د ۲۹ لکو پورې کډوال په کېمپونو او د کېمپونو نه بهر ژوند کوي.

په پاکستان کې په مجموعي توګه د افغان کډوالو ٥٤ کېمپونه دي، چې پکې تر ټولو زيات ٤٣ په خېبر پښتونخوا، ١٠ په بلوچستان يو د پنجاب په ميانوالۍ کې دی په کراچۍ کې هم افغان کډوال په يو کېمپ کې مېشته دي.

دا په لکونو کډوال وخت په وخت افغانستان ته ځي اؤ‌ هلته خپلې ښې،بدې پالي خو په دې وروستیو کې دکرونا وایرس د وباء خوریدو له امله چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ پولې دعامو وګړو دتګ راتګ دپاره تړل شوي نو راپورونه وایي چې ګڼ شمیر هاغه افغانان هم افغانستان کې بند پاتې شوي چې پاکستان کې کورونه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG