لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددفاع وزارت بغلان ولایت کې دافغان هوایي ځواکونو د الوتکې غورځېدل منلي


دافغانستان ددفاع وزارت منلې ده چې دافغانستان دهوایي ځواکونو یوه الوتکه په بغلان ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې غورځېدلې اؤ تباه شوې ده خووایي چې امریکایي پائیلوټ ددغې الوتکې نه په د ټوپ وهلو خپل ژوند ژغورلی دی.

دافغانستان ددفاع د وزارت په یو بیان کې ویل شوي چې دافغان هوایي ځواکونو دغه الوتکه اوړمه ورځ دبغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې دتخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې ده ؟

دمیډیا راپورونو له مخې دوشي ولسوالي دبغلان هغه سیمه ده چې طالبان پکې زیات پیاوړي دي خو افغان چارواکو دالوتکې په رانسکوریدو کې دطالبانو لاس لرنه رد کړې ده.

افغانستان کې دمیشتو امریکایي ځواکونو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي دغه الوتکه دامریکایي هوایي ځواکونو یو پائیلوټ دتمریناتو په موخه پورته کړې وه خو هغه د الوتکې غورځېدو څخه د مخه په چترۍ ټوپ وهلی اؤ خپل ژوند یې ژغورلی دی.

راپورونه وایي په الوتکه د غورځېدو نه وروسته اور لګیدلی اؤ‌ ایره ایره شوې ده.

دپېښې څخه وروسته امریکایي جنګي الوتکې دپېښې ځائ ته ورغلي اؤ دالوتکې پائیلوټ یې روغتون ته رسولی دی.

افغان چارواکو د الوتکې راغورځېدو علت فني خرابي ښودلې اؤ دې پېښه کې دترهګرۍ عنصر یا دطالبانو لاس لرنه په بشپړ ډول رد کړې ده.

طالبانو هم تر دې دمه ددې پېښې په اړوند څه نه دي ویلي خو تر دې دمخه چې کله هم دطالبانو د واک لاندې سیمو کې دافغان یا بهرنیو ځواکونو الوتکې راغورځېدلي نو هغوئ یې د ویشتلو دعوې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG