لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان فېروزسنز کمپنۍ وایي حکومت ورسره د کرونا وایرس په دوا جوړولو کې مرسته نه کوي


واشنګټن ـــــ د کرونا رنځ د علاج د پاره دارو جوړوونکې امريکايي کمپنۍ ګېليډ په پاکستان کې فېروز سنز لېبارټريز لیمیټډ ته ټېکه ورکړې چې دغه دوايي جوړه کړي او د نړۍ 127 نورو ملکونو ته يې په آسانه او ارزانه بيه ورکړي.

ګېليډ د رېمډېس وېر نومې دارو جوړولو لایسنس او ټېکنالوجي د پاکستان او هند سره سره د نړۍ پينځو کمپنيو ته ورکړې چې زر تر زره په غريبو هېوادونو کې په کرونا وبا اخته ناروغانو ته دغه دارو ورسوي.

د فېروز سنز مشرعثمان خالد وحيد بزنس رېکارډر نومې مجلې سره په مرکه کې ويلي، د دغې دوايۍ په جوړولو يا بهر ملکونو ته په برامد کولو کې ورسره حکومت مرستې نه کوي. د واکمن تحریک انصاف ګوند د روغتیا پارلیماني سیکرټره نوشین حامد وي او اې ډیوه ته وایي:

"دا یوه ډېره حساسه معامله ده، له اړوندو حکومتي چارواکو نه تر معلوماتو اخیستلو وروسته به په دې اړه څه وویلای شم".

عثمان خالد ويلي د نورې نړۍ په څېر پاکستان هم د دې دوا د پاره کارېدونکي توکي يا خام مال د هندوستان او چين نه اخلي چې په پاکستان کې د ماليو يا ټېکسونو د بې تولې نظام پکې دوی ته لوی خنډونه را ولاړ کړي او وخت په وخت پاکستان په تجارتي‌ توکو بنديزونه هم لګوي. د قومي اسمبلۍ د روغتیا په قایمه کمېټۍ کې د اپوزیشن مسلم لیګ نواز ګوند غړی ډاکټر نثار چیمه د فیروز سنز کمپنۍ د مشر اندېښنه پر ځای ګڼي:

"حکومت باید د کرونا په ضد دارو جوړولو لپاره د خام مال اخیستو په مخ کې د فیروز سنز خنډونه سمدستي‌ لرې کړي، له بده مرغه په پاکستان کې د نورو شعبو غوندې له حکومتي پاملرنې محرومه دی، که حکومت د دې صنعت ملاتړ وکړ نو د هېواد اقتصاد ته به یې په اربونو روپۍ ګټه ورسېږي".

ښاغلي وحيد پخپله مرکه ويلي د دوی کمپنۍ ته لایسنس او ټېکنالوجي د مۍ په مياشت کې ورکړل شوې وه او دوی ګڼل چې د شپږو نه تر اتو هفتو پورې به دوی دغه دوايي‌ جوړه کړي‌ خو زياتوي د داروګانو د نړيوالې ادارې لخوا ورته اجازت د جون په 22مه ورکړل شوی نو ځکه دوی په دغه وخت کې د "رېميډيا" نومې دارو نه شي جوړولی او لږ وخت به اخلي.

نوموړی وايي په امريکا کې د ګېليډ کمپنۍ جوړ رېمډېس وېر دارو (وېکلوري) شخصي بيمه لرونکو مريضانو ته په 520 ډالره او حکومتي بيمه لرونکو ناروغانو ته په 390 ډالره ورکول کېږي، خو په پاکستان کې دغه دوايي چې "رېمېډيا" نوميږي په 10873 روپیو خرڅېږي چې نزدې 67 ډالر ترې جوړيږي.

په امريکا کې ډاکټر نظام وايي د رېمډېس وېر دوايي د کرونا وبا په درملنه کې ګټوره ده او د دغې ناروغۍ ښکار مريضانو په هسپتال کې وخت د دوه هفتو نه یوولس ورځو ته کموي او تکليف يې هم ډېر آسانوي.

د نړۍ پينځه دارو جوړوونکو کمپنيو ته د کرونا وبا د جوړولو لایسنسونو او ټېکنالوجي ورکولو باندې په نړيواله کچه د امريکايي کمپنۍ ګېليډ لویه ستاينه شوې او په امريکا کې د دغې کمپنۍ سټاکس ډېر په بره ختلي دي.

تېرکال د چین د اوهان ښار نه خور شوي د کرونا واېرس په نړۍ کې د پنځه نيم لکو نه زيات خلک مړه کړي او د يو کروړ نه زيات يې ناروغه کړي‌ چې اکثريت يې په امريکا، لاتينه امريکا، يورپ او هندوستان کې دی.

د ګردې نړۍ سترګې امريکا ته دي چې د دغې وبا دارو او وېکسين جوړ کړي چې نړۍ د دغې خونړي واېرس نه پاکه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG