لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر ټرمپ زخمي پوځیانو ته د ورتګ په وخت لومړی ځل ماسک پر مخ کړ


واشنګټن ـــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په امریکا کې د کرونا وایرس تر خپرېدو څه دپاسه پینځه نیمې میاشتې وروسته په لومړی ځل ماسک پر مخ کړی، چې د امریکا د خلکو او رسنیو توجه یې ور اړولې ده.

ولسمشر ټرمپ د شنبې- خالي په ورځ له واشنګټنه بهر د مېریلېنډ ایالت په والټر ریډ ملي پوځي مېډیکل سنټر کې د ټپي شویو امریکایي پوځیانو لیدو ته د ورتګ په وخت تور ماسک پر مخ کړی وو.

له رسنیو سره په خبرو کې ولسمشر ټرمپ وویل، دی د ماسک پر مخ کولو مخالف نه دی خو وایي د ماسک اغوستل خپل وخت او ځای لري. پوځي روغتون ته د ورتګ په مهال یې چې ماسک پر مخ کړ، رسنیو ته یې وویل:

"زه فکر کوم کله چې ته په روغتون کې یې خصوصاً په داسې ناسته کې چې له پوځیانو سره خبرې کوې، له داسې کسانو سره چې تازه د اپرېشن له مېزه راوړل شوي وي، نو دا ښه خبره ده چې ماسک پر مخ کړل شي".

ټرمپ په تېرو پینځه نیمو میاشتو کې په سپینه ماڼۍ کې په پرله پسې توګه د کرونا وایرس د مخنیوي له ډلې سره یو ځای خبري غونډې ته ویناوې کړې او د دې تر څنګ یې په وروستیو کې د راتلونکو ټاکنو په اړه ځینو غونډو ته ویناوې کړې دي خو ماسک یې نه دی پر مخ کړی چې له کبله یې د ډیموکرېټ ګوند کسانو ورباندې نیوکې کولې.

ولسمشر ټرمپ وروسته له هغه ماسک پر مخ کړی چې په امریکا کې له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر 33 ته رسېدلی او له دې ناروغۍ د مړیو شمېر یو لک 36 زره ته رسېدلی دی.

ډاکټران او خپله د ولسمشر ټرمپ د روغتیایي چارو سلاکار ډاکټر فاوچي پر دې ټینګار کوي، چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره ماسک باید پر مخ کړل شي، خو ولسمشر ټرمپ ماسک نه پر مخ کاوه او له همدې کبله ورباندې نیوکې کېدې.

خو د جولای پر دویمه نېټه ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز ټيلیویژن سره په یوه خپرونه کې د مرکې په مهال ويلي وو، که یو داسې ځای ته لاړ شي چې هلته خلک ډیر وي نو ضرور به ماسک پر مخ کړي.

XS
SM
MD
LG