لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دیو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور ۷۴کسان مړه شوي


په پاکستان کې دتیر یو شوارو په مهال د کرونا وایرس ۲۵۲۱ نوې پېښې ثبت شوي اؤ ۷۴ نور کسان په دغه وایرس مړه شوي دي چې دې سره هیواد کې په کرونا وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره ۵۱۹۷ته رسېدلې ده.

پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار مرکز وایي تراوسه ګرد هیواد کې دکرونا وایرس دوه لکه ۴۸زره اؤ ۸۷۲پېښې ثبت شوي چې په دې کې یو لک ۵۶زره اؤ ۷۰۰ کسان بیرته رغیدلي دي.

په سندهـ ایالت کې د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې مخې ته راغلي چې شمیره یې یو لک،۳۸۳۶ ده اؤ په پنجاب کې بیا ۸۶زره ۵۵۶ پېښې ثبت شوي دي.

خیبر پښتونخوا صوبه کې ۳۰زره اؤ ۷۸،بلوچستان کې ۱۱زره اؤ ۱۵۷،اسلام اباد کې ۱۴زره اؤ ۲۳،ګلګت بلتستان کې ۱۶۵۸ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۱۵۶۴ کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

دپاکستان حکومتي چارواکو اندېښنه ښودلې وه چې که چرې ولس کرونا وایرس نه دځان ژغورنې په سپارښتنو عمل ونه کړي نو دجولایي دمیاشتې تر نیمایي دکرونا د ناروغانو شمیره تر ۱۲لکو لوړیدای شي.

خو اوس حکومتي چارواکي وایي چې په ټېټه کچه د لاک ډاؤن یا ټول بند تګلاره یې بریالۍ شوې اؤ دکرونا په چټکتیا سره دخوریدو مخه یې نیولې ده.

دپېښور په حيات اباد مېډيکل کمپلیکس،خېبرټيچنګ، لېډي ريډنګ او ايوب ټيچنګ روغتونونو کې د کرونا ناروغانو شمېره اوس ډېره کمه شوې ده اؤ دپاکستان د ډان ورځپانې د رپورټ له مخې تر دې وړاندې به دخېبرپښتونخوا په سرکاري روغتونونو کې د کرونا ناروغانو د پاره بېډونه یا کټونه نه وو، خو اوس په روغتونونو کې نيم په نيمه بېډونه تش پراته دي.

دغې ورځپاڼې پخپل رپورټ کې ویلي د کرونا نه اغېزمن شوؤ ناروغانو کې په خېبرپښتونخواه کې ۵۰ فيصدي کمی راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG