لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو سره تازه نښتو کې څلور افغان سرتیري وژل شوي،۱۰ژوبل


افغانستان کې سولې دپاره دبین الافغاني خبرو اترو دپیل کولو دهڅو ترڅنګ دافغان ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ نښتو کې هم شدت راغلی اؤ دافغان میډیا د راپورونو ترمخې دبغلان اؤ سمنګانو په لویه لاره دطالبانو سره تازه نښتو کې څلور افغان افغان سرتیري وژل شوي اؤ ۱۰نور ژوبل شوي دي.

تر دې یوه ورځ دمخه هم دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په چاودنو اؤ بریدونو کې لس کسان وژل شوي اؤ ۱۱ ټپيان شوي وؤ.

د یکشنبې په ورځ دافغانستان طلوع ټیلي ویژن خبر ورکړی چې دبغلان اؤ سمنګان په لویه لاره باغ شمال اؤ چشمه شیر سیمو کې دافغان ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ سختې نښتې پیل شوي.

یاد ټيلي ويژن پخپل راپور کې د سیمه ییزو چارواکو له خولې ویلي چې نښتو کې څلور افغان سرتیري وژل شوي اؤ ۱۰ ژوبل شوي اؤ ددې ترڅنګ دافغان ځواکونو څلور زغره بند ګاډي هم تباه شوي دي.

خو تراوسه طالبانو یا دافغانستان ددفاع وزارت ددغه نښتې په اړه هیڅ نه دي ویلي،

داففان ولسمشر اشرف غني ویاند ښاغلي صدیق صدیقي وایي طالبانو په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو خپل بریدونه سیوا کړی اؤ په لویو لارو کې چاودنې کوي چې زیاتره پکې عام خلک وژل کیږي.

په ټوئټر د ولسمشر ویاند لیکلي چې دطالبانو لخوا دتاؤتریخوالي سیوا کیدو له امله د بین الافغاني مذاکراتو په اړوند دافغانانو اؤ نړیوالې ټولې هېلې مړاوې شوي دي.

هغه په طالبانو غږ کړی چې دتاؤ تریخوالي نه په لاس اخستو باید دسولې د پروسې سره یو ځائ شي خو طالبانو لا په سمدستي توګه د ولسمشر د ویاند دغو څرګندؤنو ته څه غبرګون نه دی ښودلی.

تیرکال دامریکا اؤ‌طالبانو ترمنځ دسولې د تړون لاسلیک کیدلو راپدیخوا افغان دولت څو کرته طالبانو نه د اوربند غوښتنه کړې ده خو طالبانو په پرله پسې توګه دغه غوښتنې رد کړي دي.

دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې دشوي تړون له مخې افغان دولت به دطالبانو ۵۰۰۰ اؤ طالبان به د افغان دولت ۱۰۰۰ بندیان له بنده خلاصوي اؤ تر اوسه دواړو خواؤ یو شمیر بندیان خوشې کړي هم دي.

خو اوس په راتلونکې پړاؤ کې دبین الافغاني خبرو پیل کولو دپاره افغان دولت خپلې هڅې چټک کړي اؤ په دې لړ کې تیره اوونۍ کابل کې درې کانفرنسونه هم شوي دي خو لا معلومه نه ده چې دتاؤ تریخوالي په موجوده فضاء کې به دغه خبرې کله اؤ چرته پیل شي؟

XS
SM
MD
LG