لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د نړیوال معیار د نشتوالي له کبله د پاکستاني هوایي کمپنیو د خوندیتوب درجه ټیټه کړه


واشنګټن ـــــ د امریکې د هوابازۍ مرکزي ادارې د پاکستاني پایلټانو د جعلي اسنادو په اړه را پورته شوو اندېښنو ته په پام د پاکستاني هوایي‌ کمپنیو د الوتکو د فضایي خوندیتوب درجه ټیټه کړې ده.

دا فیصله د امریکې د هوابازۍ ادارې د جولای د 15مې په فهرست کې څرګنده شوې او د دې ادارې پر ویبپاڼه خپره شوې چې یوه چارواکي یې تایید هم کړی دی.

‌د دې فیصلې په بنیاد د امریکې د فضایي خوندیتوب ادارې د شرایطو له مخې پاکستان په نړیوالو معیارونو پوره نه دی، له همدې کبله اوس دویمې درجې ته یې را ټیټ‌ کړل شوی دی.

د مې میاشتې پر 22مه په کراچۍ کې د پي ای اې د الوتکې لوېدو په پېښه کې د 98 کسانو تر مړینې وروسته د هوابازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان ویلي وو، چې د هېواد د 860 پایلټانو د اسنادو پلټنه یې کړې ده.

غلام سرور خان ویلي وو، په پلټنو کې ورته څرګنده شوه چې په دغو 260 پایلټانو اسناد یا خو جعلي دي او یا یې هم د پایلټۍ امتحانونه په نقل پاس کړي‌ دي، چې وایي په دوی کې 150 پایلټان د پي ای اې کمپنۍ دي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت تر اوسه د امریکې د هوابازۍ د مرکزي ادارې دې پرېکړې ته څه جواب نه دی ویلی چې آیا یواځې د پي ای اې او که د پاکستان د ټولو هوایي کمپنیو درجه یې ټیټه کړې ده.

د دې نوې درجه بندۍ له مخې به د پاکستان الوتکې د امریکې پر هوایي ډګرونو تر پخوا لا زیاتې څارل کېږي او د مخکې غوندې امریکې ته اضافي الوتنې نه شي کولای.

د پي ای اې ویاند تېره اوونۍ رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي وو، دوی پلان درلود چې د اوسنیو ځانګړو پروازونو انتظام پراخ کړي او له پاکستانه امریکې ته هره ورځ سیده او نېغ پروازونه پیل کړي.

د پاکستان د الوتکو درجه په داسې حال کې را ټیټه کړل شوې چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکې د ټرانسپورټ ادارې وویل، امریکې ته یې د پاکستان د هوایي کمپنۍ پي ای اې د قراردادي الوتنو جواز منسوخ کړی دی.

تر هغه وړاندې د یورپي اتحاد د هوابازۍ د خوندیتوب ادارې هم تر شپږو میاشتو پورې په دې اتحاد کې شاملو هېوادونو ته د پي ای اې پروازونه ځنډولي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG