لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورونا ښايي د اچ آی وي، ټي بي او ملاریا مړینه هم زیاته کړي


واشنګټن - یوه نوې څېړنه ښيي چې د کورونا د ناوړه اغېزو له امله ښايي د اچ آی وي، ټي بي او ملاریا څخه هم مړینه زیاته شي.‌

د کورونا د وبا له امله په غریبو او د متوسط اقتصاد په هېوادونو کې د دغو دریو ناروغیو د کنټرول چارې له خنډونو سره مخ شوي.

روغتیايي چارواکي اندېښنه لري، چې له کورونا سره به اوس د یادو دریو ناروغیو په وړاندې د کلونو راهیسې شوی پرمختګ له منځه ولاړ شي.‌

د لندن په امپېریل کالج کې د نړیوالې روغتیا پروفیسر تیموتي هېلېت وايي، "مونږ ته داسې ښکاري، چې د کوېډ ۱۹ د ټول اغیز له کمولو سره به په دې هېوادونو کې د دې مهمو نارغیو په برخه کې خدمات برابر کړي."

کارپوهانو پخوا هم داسې لیدلي. د نورو وباګانو پر وخت هم خلکو د وبا له وېرې د داسې ناروغیو درملنې څخه په شا شوي او روغتیايي سیستمونه د زیاتو ناروغانو له امله په دې نه دي توانېدلي چې خدمات وړاندې کړي.

یوه څېړنه اټکل کوي، چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې په لویدیځې افریقا کې د ایبولا د وبا پر وخت د روغتیايي سیستمونو د بار له امله ښايي زیات خلک د ایبولا په پرتله د اچ آی وي، ټي بي او ملاریا څخه مړه شوي وي.

خبر زیاتوي، کوېډ ۱۹ تر اوسه پورې د اچ آی وي پروګرامونه ۸۵ فیصده، د ټي بي پروژې ۷۸ فیصده او د ملاریا پروګرامونه ۷۳ فیصده زیانمن کړي دي.

په امریکا کې د کورونا وروستی حال:

نیویارک ښار چې یو وخت په امریکا کې د کوېډ ۱۹ مرکز ګڼل کېده په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له امله د یوې مړینې راپور هم نه دی ورکړی.

د نیویارک ښاروال بېل ډي بلېسیو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دا د مارچ د لومړۍ نېټې راهیسې چې د کورونا لومړۍ پېښه پکې رپوټ شوې وه لومړنۍ ورځ ده چې د کورونا له امله مړینه پکې نه ده رپوټ شوې.

هغه وویل، "مونږ چې هېواد کې شاخوا ګورو نو وینو چې زیات امریکایان له سختو ورځو تېرېږي، زیات ښارونه او ایالتونه دا مهال ډېر سخت ژوبل شوي دي نو له همدې امله هېڅوک هم د نیویارک بریا نشي لمانځلی خو لږ تر لږه ستاسو د هر یو د هلو ځلو ستاینه خو کولای شو چې دې ځای ته یې راورسولو چې په ۲۴ ساعتونو کې یوه مړینه هم نشته. راځۍ چې زیاتې داسې ورځې ولرو."

ډي بلېسیو وايي، دی زیاته اندېښنه دې ته لري چې په هغو کې خلکو کورونا زیاته شوې ده چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې وي.

ده له دغو خلکو وغوښتل چې ماسکونه وتړي او یو له بل څخه ټولنیز واټن وساتي.‌

هغه وړاندې وویل، "زه پوهېږم چې د ډېرو ځوانانو لپاره دا ډېر سخت وخت دی چې له خپلو نېږدې ګرانو خلکو څخه لېرې کېږي خو ځوانان باید په دې پوه شي چې هر څوک د کورونا له خطر سره مخ کېدای شي."

د نیویارک والي انډریو کوامو د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو بیړني‌ روغتیايي‌ حکم کې له ټولو هغو خلکو څخه چې د کورونا د زیاتو پېښو له ایالتونو څخه نیویارک ته ورځي غوښتي دي، چې د خپل اوسېدو ځای دې شریک کړي او که نه نو ۲۰۰۰ ډالره به جریمه شي.‌

په فلورېډا کې په یوه ورځ کې د کورونا د ۱۵۳۰۰ نویو پېښو راپور ورکړل شوی چې دا په نیویارک د کورونا د زور له وخته هم زیات دی ځکه په نیویارک کې په تر ټولې بدې ورځې باندې ۱۲۲۷۴ پېښې رپوټ شوې وې.

په کالیفورنیا کې والي ګوېن نیوزم د ګل یا دوشنبې په ورځ د بارونو، رسټورانټونو، جېمونو، کلیساوو او د خلکو د راټولېدو د نورو داسې ځایونو تړل کېدل اوږد کړي دي.‌

د مېرېلنډ ایالت په بالټیمور کې د کډوالۍ درې محکمې بېرته پرانېستل شوې دي خو د عدليې وزارت وايي، چې تر یو میلیون زیات کېسونه ورته جمع شوي دي.‌

په نورو ایالتونو کې د کېسونو اورېدل د جون په نیمايي کې پیل شوي دي.‌

کورونا په کاناډا او نورې نړۍ کې:

اخوا د کاناډا په ستر ایالت اونتاریو کې به په روانه اونۍ کې لګېدلي محدودیتونه نرم کړای شي.

سر له جمعې څخه به د ودانیو دننه د ۵۰ کسانو راټولېدو ته اجازه وي او د باندې خلک به کولای شي چې تر سلو کسانو پورې سره راټول شي خو له یو او بل سره به واټن ساتي.

همدا رنګه جېمونه، سینماګانې او رسټورانټونه به بېرته پرانېستل شي.‌

خو ټورانټو به په دې حساب کې نه راځي او د محدودو خلکو راټولېدل به لا پر ځای وي.

چینایي چارواکو ویلي، هغې مېرمنې ۷۱ کسان په کورونا اخته کړي دي څوک چې له امریکا څخه چین ته ورغلې وه او یو شریک لېفت یې کارولی وو.

د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز یا سي ډي سي په ویب پاڼه باندې خپور شوي خبر کې ویل شوي، چې دغه ۲۵ کلنه ښځه له امریکا څخه چین ته د رسېدو په ورځو کې د کورونا نښې نه درلودې خو په لیفت کې ترې یو بل کس اخته شوی دی او په دې توګه دا ټولو ۷۱ کسانو بیا له یو او بل څخه کورونا اخېستې ده.

دغه چاپ شوې څېړنه ښيي چې په کورونا اخته یو کس هم کولای شي په ټولنه کې په ګڼ شمېر کسان په دغه وایرس باندې اخته کړي.‌

د برتانیې لومړي وزیر بورېس جانسن د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ماسکونو تړل به په سپرمارکېټونو او سټورونو کې له راتلونکې اونۍ څخه لازمي وي.

د لندن او د انګلستان په نورو ښارونو کې په بسونو او اوګارډو کې خو لا له مخکې څخه د ماسکونو تړل لازمي وو.

دې ته ورته د ماسکونو تړل په جرمني، یونان، ایټالیا او اسپانیه کې هم لازمي شوي دي.‌

په برتانیه کې د اکاډیمې اف مېډېکل ساینس لخوا په یوې نوې څېړنه کې ویل شوي دي، چې کورونا ښايي په راروان ژمي کې د دوهمې څپې پر وخت شاخوا ۱۲۰۰۰۰ کسان مړه کړي کچېرې روغتونونه په مناسبه توګه سمبال نشي.‌

دوی وایي، دا اټکل نه دی بلکه دا یواځې یو امکان دی.

په سروې کې له طبي ټولنې څخه غوښتل شوي دي، چې خپل چمتوالی دې زیات کړي او خلکو ته دې د معلوماتو د ورکولو ترڅنګ په ټول هېواد کې د کورونا د ټېسټونو امکانات هم زیات کړي.‌

په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له دیارلس میلیونه او دوه نیم لکو او د مړو شمېر له پنځه لکه او ۷۶۰۰۰ څخه اوختی دی.

یواځې په امریکا کې د کورونا د رنځورانو شمېر نېږدې درې نیم میلیونه او د مړو شمېر له ۱۳۸۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG