لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:د وسله والو برید کې درې پوځیان وژل شوي،اته ژوبل


دپاکستان د کړکیچ ځپلي ایالت بلوچستان په پنجګور ضلعه کې په پوځ د وسله والو نښتو کې درې پوځیان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې ویلي د نهې په ورځ دغه وسله وال برید د پنجګور د ګیچک بانډه کې هغه مهال په پوځیانو شوی چې هغوئ ورځنۍ ګزمه کوله.

پوځ منلې چې د وسله والو په ډزو کې درې پوځي عسکر وژل شوي اؤ اته نور ژوبل نور په ژوبل حالت کې دکوټي پوځي روغتون ته رسول شوي.

پوځ ویلي چې په ژوبلو کسانو کې یو پوځي افسر هم شامل دی اؤ هسپتال ته رسول شوؤ عسکرو کې یې د پینځؤؤ تنو روغتیایي وضعیت یې د خطرې وړ بللی دی

دبلوڅانو وسله وال تنظیم بلوچستان لبریشن فرنټ ددې برید پړه پغاړه اخستې اؤ ددغه ناچله ګرځول شوي تنظیم ویاند ګهرام بلوڅ دنامعلوم مقام څخه رسنیو ته ویلي چې د دوشنبې په سحر برید کوونکو پنجګور کې دپوځ دپینځوؤ ګاډو کاروان په نخښه کړی دی.

ویاند ویلي وسله وال د وړاندې څه د موک کنډګ په مقام په پوځ دبرید په موخه ناست وؤ اؤ دفرصت په موندلو سره یې دهغوئ په ګاډو د راکټ لانچرو اؤ نورو وسلو برید کړی دی.

دبلوچستان د مکران ډویژن پنجګور اؤ هغې سره پیوست سیمې تر دې وړاندې هم د اړي ګړي ښکار پاتې شوي اؤ دغلته زیاتره مهال په تیرو وختونو کې هم وسله والو ډلو په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په پوځیانو دبریدونو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ ددې برید نه یوازې دوه ورځې وړاندې دافغانستان دپولې ترڅنګ دخیبر پښتونخوا په قبائیلي ضلعه شمالي وزیرستان کې هم ترهګرو سره یوه نښته کې څلور پوځیان وژل شوي وؤ.

هم دا شان دمئ په ۱۹مه نېټه بلوچستان کې دوؤ ترهګریزو بریدونو کې ۷ امنیتي عسکر وژل شوي وؤ.

تر دغه برید وړاندې په اتم مئ بلوچستان کې په امینتي ځواکونو د وسله والو برید کې د یو پوځي میجر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي وؤ

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG