لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو په جګړه کې 8 تنه وژل شوي 6 ټپیان


واشنګټن ـــــ د افغانستان په کونړ ولایت کې ډیورنډ کرښې ته نیژدې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ جګړه شوې چې پکې د افغانستان غاړې ته د 8 تنو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو دعوه شوې ده خو دا دعوې ازادو سرچینو نه دي تایید کړې.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم رسنیو ته ویلي، چې جګړه د شورو- چارشنبې په ورځ په سرکاڼو ولسوالۍ کې وروسته له هغه وشوه، چې وایي پاکستاني ځواکونو د افغانستان چیک پوسټونو او کليو ته مارټر ګولې ور وغورځولې.

مصمم اي ایف اي خبري ایجنسۍ ته ویلي: "تر اوسه د پاکستاني ځواکونو د مارټر ګولو په بریدونو کې اته تنه عام خلک شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي".

د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم افغانستان ته د مارټر ګولو د ور ویشتلو دعوې تایید کړې دي.

د کونړ ولایت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط اي ایف اي خبري ایجنسۍ ته ویلي، دواړه غاړو په سیمه کې د نویو پوځي تاسیساتو پر جوړېدو اختلاف درلود، له همدې کبله یې اختلاف په جګړه بدل شو.

افغان چارواکي وایي پاکستاني ځواکونه په وروستیو کې د افغانستان غاړې ته ور څکېدلي او هلته چیک پوسټې جوړوي. وایي څو ورځې وړاندې یې د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ په څڅوبي سیمه کې دروازه جوړه کړې ده. په اسلام اباد کې افغان سفر عاطف مشعل په دې اړه یو ټویټ کړی دی:

"په نوره نړۍ کې هره ورځ د ملتونو تر مینځ فاصلې کمېږي، مګر له بده مرغه زمونږ په سیمه کې دا واقعیتونه نه پالل کېږي. د ډېورند پر کرښه په څڅوبي کې د دروازې جوړول او داسې نورې کړنې د هغو خلکو د جلا کولو هڅه ده چې نه سره بېلېږي".

د کونړ د والي ویاند وایي اکثر د هاوان ګولې پر سرکاڼو ولسوالۍ لګېدلې دي چې وایي هلته یې اووه تنه وژلي، خو وایي دوې د کونړ پر مرکز اسداباد باندې هم لګېدلې دي چې هلته یې هم یو تن وژلی او دوه یې ټپیان کړي دي.

د افغان چارواکو په وینا جګړه د غرمې په یوه بجه پیل شوې وه او تر درو ګنټو پرله پسې ډزو وروسته د ماځیګر پر څلورو بجو پای ته رسېدلې ده، خو د کونړ د والي ویاند دعوه کوي چې تر جګړې وروسته هم د افغانستان پر خاوره مارټر ګولې لګېدلې دي.

تر اوسه په دې اړه څه معلومات نه دي ورکړل شوي چې آیا په جګړه کې افغان ځواکونو او یا هم پاکستاني ځواکونو او دې غاړې ته عامو خلکو ته هم څه ځاني زیان اوښتی که نه، خو افغان چارواکو پاکستاني ځواکونو ته هم د درانه تاوان اوښتو دعوه کړې ده.

د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په تېرو کلونو کې هم دې ته ورته نښتې شوې دي خو دا لومړی ځل دی چې د جګړې له کبله د دومره زیاتو خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو دعوې کېږي.

XS
SM
MD
LG