لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د وبایي ناروغیو د مرکز مشر: که ټول خلک ماسک وتړي د کرونا وایرس خپرېدل به تم شي


واشنګټن ـــــ د چین په ووهان ښار کې اووه میاشتې مخکې پیدا شوی کرونا وایرس که څه هم په ځینو هېوادونو کې کم شوی خو لا هم پسې خپرېږي او هره ورځ په ټوله نړۍ کې زرګونه کسان ترې مړه کېږي او لسګونه زره په اخته کېږي.

په داسې حال کې چې امریکايي څېړونکو په دې هېواد کې د کرونا وایرس د جوړېدونکي وېکسین لومړنۍ ازموینې هیله بخښونکې بللې دي، روسي څېړونکو هم د دې ناروغۍ د وېکسین لومړنۍ ازموینې کړې دي چې وایي تاواني اغېزې یې نه لرلې او پر کومو کسانو یې چې ازمویلې دي د هغوی بدن د مدافعیت غبرګون ښوولی دی.

په روس کې دا وېکسین په لومړي پړاو کې پر اتلسو کسانو ازمېیل شوي، خو ټاکل شوې چې په راتلونکې اګست میاشت کې دا پر زیاتو کسانو و ازمېیل شي.

تر دې مهاله په نړۍ کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره شاوخوا ۱۰۰ بېلابېل وېکسینونه تر ازموینو لاندې دي خو تر اوسه لا هیڅ یو هېواد هم په دې نه دی توانېدلی چې دا وېکسین تر بشپړې کامیابۍ وروسته د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پر عامو ناروغانو وکاروي.

د امریکې د وبایي یا ساري ناروغیو د مخنیوي مشر ډاکټر رابرټ ریډفیلډ وایي، د کرونا وایرس په وړاندې تر ټولو اغېزمن شی ماسک دی، وایي که ټول خلک تر راتلونکو شپږ اتو میاشتو پورې ماسکونه پر مخ کړي، نو د کرونا وایرس خپرېدل به تم شي.

ډاکټر ریډفیلډ له وي او اې سره په ځاګړې مرکه کې وویل، داسې تمه وه چې په دوبي کې به دا وبا کمه شي خو کمه نه شوه او وایي ستونځې به هغه وخت لا ډېرې شي چې په مني (خزان) کې د فلو یا نزلې وایرس هم خپور شو.

له کرونا وایرسه امریکا تر ټولو هېوادونو زیاته اغېزمنه ده چې مړي یې یو لک ۳۵ زره ته رسېدلي او په دې ناروغۍ اخته کسان یې تر ۳۵ لکه زیات شوي دي. که څه هم د امریکې په ځینو ایالتونو کې د کرونا پېښې یو څه کمې شوې دي خو په ځینو نورو کې بیا مخ په زیاتېدو دي.

د کیلیفورنیا ایالت ګورنر د کاروبارونو او میخانو د بندېدو امر کړی او ویلي یې دي چې هوټلونو، سینماګانو او ژوبڼونو یا چړیاګرونو ته دې خلکو ته د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي. په کلیفورنیا ایالت کې د ګلاب یا "روز پرېډ" په نامه د نوي کال په راتګ سره پیلېدونکی جشن هم 76 کاله وروسته په لومړي ځل ځنډول شوی او سږ کال به نه لمانځل کېږي.

ډاکټر ریډفیلډ وایي تمه ده چې د ګرمۍ تر ختمېدو پورې د کرونا وایرس وېکسین تیار شي، چې وایي لومړی به په دې ناروغۍ اخته کمزورو کسانو او روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي او وروسته د امریکې خلکو او نورې نړۍ ته ورسېږي.

د نړۍ په شاوخوا 188 هېوادونو کې له دې ناروغۍ د مړه شوو کسانو شمېر پینځه لکه 83 زره او د ناروغه کسانو شمېر تر یو کروړ 53 لکه زیات شوی دی، خو له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې 79 لکه 56 زره تنه بیرته جوړ شوي‌ هم دي.

تر امریکې وروسته کرونا وایرس د لاتینې امریکې برازیل هېواد زیات اغېزمن کړی، چې مړي یې 74 زره څلور سوه ته رسېدلي او په دې ناروغۍ اخته کسان یې تر 19 لکه 39 زره زیات شوي دي.

له برازیل وروسته کرونا وایرس د پاکستان په څنګلوري هېواد هند کې زیات خلک اغېزمن کړي دي، چې شمېر یې نهه لکه 70 زره ته رسېدلی دی او له دې ناروغۍ یې د مړو شمېر 25 زره ته نیژدې شوی دی.

روس هم په داسې حال کې چې د کرونا وایرس لومړۍ ازموینې یې پیل کړې دي، په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې زیات خلک یې اغېزمن شوي چې شمېر یې اووه لکه 46 زره ته رسېدلی او تر اوسه یې 11 زره 770 تنه مړه شوي دي.

د یورپ‌ په ایټلي، سپېن، فرانس، برتانیې او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا وایرس پېښې مخې په کمېدو دي، خو په جنوبي افریقا کې بیا مخ په زیاتېدو دي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان یې درې لکه لس زره ته رسېدلي او مړي یې څلور نیم زره ته نیژدې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG