لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې شمېرې ښايي د کرونا وايرس پېښې کميږي


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس څخه د مړينو او اغېزمن کېدو پېښې ورځ تر بلې کميږي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې 40 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړينو شمېره 5429 ته رسېدلې ده.

ویل شوي په تېرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د 24زره 26 کسانو معاينې شوي چې پکې په 2145 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

ويل شوي په ملک کې د کرونا وايرس ټولې پېښې دوه لکه، 50زره، 229 ته رسېدلې دي.

خو د دې ترڅنګ ويل شوي په دغو کسانو کې يو لک 78زره737 ښه شوي هم دي.

دا وخت په ملک کې 1942 چې په کرونا وايرس اخته دي ويل شوي روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

خو درې ورځې وړاندې د مخالفه ګوند پاکستان پيپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري د تحریک انصاف په حکومت تور لګولی ؤ چې د کرونا معاينې يا ټېسټونه يې کم کړي دي.

هغه ويلي ؤ حکومت په ارادې سره دغه کار کوي او د خلکو ژوند د خطر سره مخ کوي.

بلاول ويلي ؤ چې معاينې کمې شي په خپله د کرونا پېښې مخې ته راتلل به کم شي خو زياته کړې يې وه چې دا خلک به ناروغه کيږي او مري به.

XS
SM
MD
LG