لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جوبايډن او بل ګېټس په ګډون د څو يادو شخصيتونو ټويټر هېک کړی شوی


د امریکې د پخواني مرستیال صدر جوبايډن، بل ګېټس او ريپرکين وېسټ په ګډون د څو يادو کسانو ټویټر اکاؤنټونه هېک کړی شوي دي.

د شورو/ چهارشنبې په ماښام د امریکې د پخواني صدر باراک اوباما، د ارب پتي اېلون مسک، د امېزون د باني نه علاوه د نورو ځينو مهمو کسانو اکاؤنټونه هېک کړی شوي دي، ويل شوي د دغه لارې هېکرز د بټ کوائن اخستو پېغام لېږلی ؤ.

د راپورونو ترمخه په سمدستي ډول د دې مالومات نه دي ترلاسه شوي چې علت يې څه ؤ، ټویټر ويلي د معاملې مالومات کوي او زر به يې جزيات خواره کړي.

ټويټر ويلي هېکران د کمپنۍ د ځينو کار کوونکو اکاؤنټونو ته رسېدلي او د هغې نه وروسته د کمپنۍ منځني نظام ته رسېدلي ؤ.

د هېک شوؤ اکاؤنټونو څخه شوي څو ټويټونه په سمدستي ډول لرې کړی شوي دي خو ويل شوي داسې ښکاري چې په دغو اکاؤنټونو بيا د قبضې هڅه شوې ده.

XS
SM
MD
LG