لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د هوابازۍ اداره وایي د هېواد د هیڅ یوه پایلټ لایسنس یې جعلي نه دی


واشنګټن ــــ د پاکستان د هوابازۍ مرکزي ادارې وروسته له هغه چې یورپ او امریکې ته د پي ای اې هوایي شرکت د الوتکو پر ورتګ بندیز ولګېد، د مرکزي وزیر هغه خبره رد کړې چې وایي د پاکستان د پایلټانو 40 فیصده لایسنسونه جعلي دي او وایي د ټولو تجارتي هوایي ټرانسپورټ د پایلټانو لایسنسونه اصل او د اعتبار وړ دي.

د هوابازۍ د مرکزي ادارې (سي اې اې) مشر حسن ناصر جامي د جولای پر ۱۳م د عمان د هوابازۍ ادارې ته په لېږلي خط کې لیکلي:

"د دې خبرې سپیناوی ضروري دی چې د تجارتي هوایي ټرنسپورټ د هغو ټولو پایلټانو لایسنسونه چې د پاکستان سېول اېوي اېشن ادارې جاري کړي اصل او د اعتبار وړ دي، د هیڅ یو پایلټ لاینسنس جعلي نه دی".

د هوابازۍ مرکزي وزیر ویلي چې د پایلټانو د لایسنسونو د جعلي ګڼلو له موضوع ناسمه معنا اخیستل شوې او په غلطه توګه په رسنیو او سوشل مېډیا کې را پورته کړل شوې ده.

د مې میاشتې پر 22مه په کراچۍ کې د پي ای اې د الوتکې لوېدو په پېښه کې د 98 کسانو تر مړینې وروسته د هوابازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان ویلي وو، چې د هېواد د 860 پایلټانو د اسنادو پلټنه یې کړې او څلوېښت فیصده یې جعلي‌ دي.

غلام سرور خان ویلي وو، په پلټنو کې ورته څرګنده شوه چې په دغو کې د 260 پایلټانو اسناد یا خو جعلي دي او یا یې هم د پایلټۍ امتحانونه په نقل پاس کړي‌ دي، چې وایي په دوی کې 141 پایلټان د پي ای اې،‌ 9 د اېربلو او 10 د سیرین اېرلاین دي. د پي ای اې ویاند عبدالله حفیظ وایي:

"پي ای اې ته چې کوم لیسټ ورکړل شوی وو په هغوی کې د 102 پایلټانو په ضد پلټنې کېدونکې وې په هغوی کې د 17 پرېکړه د هوابازۍ ادارې کړې وه او 34 پایلټان په تېرو ورځو کې معطله کړل شو او د 51 پایلټانو په اړه لا پلټنې روانې دي".

د پاکستان د هوابازۍ ادارې په دغو کې یواځې د پي ای اې د 34 پایلټانو لایسنسونه معطله کړي او له هغوی یې سپیناوی غوښتی چې دوی څنګه په داسې یوه ورځ الوتکه والوځوله چې په هماغه ورځ د پایلټۍ لیکلي امتحان ته هم حاضر شوي وو.

د هوابازۍ د ادارې مشر حسن ناصر دا خط د عمان د مسقط ښار د هوابازۍ د ادارې مشر صالح الغیلاني د جولای د 2مې د خط او د جولای د 9مې د ایمېل په جواب کې لیکلی، چې پکې یې د عمان په هوایي شرکت کې د پاکستاني پایلټانو د لایسنسونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د پاکستان د هوابازۍ د ادارې مشر د عمان د هوابازۍ د ادارې مشر ته ویلي، چې دوی مخکې له مخکې لا په هغو 104 پایلټانو کې د 96 لایسنسونه تصدیق او تایید کړي، چې د بهرنیو هوایي کمپنیو لکه د ویتنام، بحرین، ملایشیا، هانګ کانګ او ترکي له خوا یې نومونه تر لاسه کړي‌ وو.

حسن ناصر جامي د هوابازۍ د مرکزي وزیر له خوا د پایلټانو د لایسنسونو جعلي ګڼلو ته په پام ویلي چې "د ځینو پایلټانو" د لایسنسونو د اصلیت په اړه "ځینې اندېښنې" را پورته شوې وې، خو وایي "مرکزي حکومت سمدستي د قانوني څېړنې له لارې د ټولو پایلټانو د لایسنسونو د تصدیق کار پیل کړ".

د پاکستان د هوابازۍ اداره وایي د عمان غوندې یې د نورو هېوادونو د هوایي شرکتونو او د هوابازۍ ادارو ته هم خطونه لیکلي، چې د هوابازۍ د مرکزي وزیر له بیان څخه د پاکستان هوایي شرکتونو ته د اوښتي زیان مخه ونیسي.

د پاکستان د پایلټانو اتحاد (پالپا) د شورو- چارشنبې په ورځ عمان ته د هوبازۍ د مشر د لېږلي خط هرکلی کړی او ویلي یې دي د هغه څرګندونو د دوی دریځ تایید کړی چې وایي د پاکستان د هیڅ یوه پایلټ لایسنس نه مشکوک دی او نه جعلي.

XS
SM
MD
LG