لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر جګړې وروسته ډزبندي شوې ده


واشنګټن ـــــ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په کونړ ولایت کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د چارشنبې- شورو د ورځې جګړه پای ته رسېدلې او د دواړو غاړو تر منځ ډزبندي او پر ګډه غونډه اتقاق شوی دی.

د پاکستان حکومت او پوځ لا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی څرګند کړی. د وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه خبريال د پاکستان د خارجه وزارت له وياندې عايشه فازوقي نه په دې اړه په وټسپ پوښتلي خو تر اوسه يې ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان په کونړ ولایت کې ډیورنډ کرښې ته نیژدې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ د چارشنبې- شورو په ورځ جګړه شوې وه چې پکې د افغانستان غاړې ته د 8 تنو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو دعوه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له غاړې د مارټر ګولو بریدونه غندلي خو وایي د سفارتي هڅو په نتیجه کې د دواړو غاړو له خوا پر ډزبندۍ اتفاق وشو چې وایي وروسته به په دې اړه یوه ګډه غونډه هم کوي.

پولې ته نیژدې په باجوړ کې يو ځایي مشر شېخ خان زېب وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ويلي، د پولې خوا ته پاکستان غاړې ته د نوا پاس په سيمه کې ‌‌‌‌‌‌د ډزو اوازونه اورېدل کېدل او يو کلي ته نیزدې مارټر شېلونه هم غورځېدلي خو وایي چا ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم رسنیو ته ویلي وو، چې جګړه د شورو- چارشنبې په ورځ په سرکاڼو ولسوالۍ کې وروسته له هغه وشوه، چې وایي پاکستاني ځواکونو د افغانستان چیک پوسټونو او کليو ته مارټر ګولې ور وغورځولې.

مصمم اي ایف اي خبري ایجنسۍ ته ویلي: "تر اوسه د پاکستاني ځواکونو د مارټر ګولو په بریدونو کې اته تنه عام خلک شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي".

د کونړ ولایت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط اي ایف اي خبري ایجنسۍ ته ویلي، دواړه غاړو په سیمه کې د نویو پوځي تاسیساتو پر جوړېدو اختلاف درلود، له همدې کبله یې اختلاف په جګړه بدل شو.

افغان چارواکي وایي پاکستاني ځواکونه په وروستیو کې د افغانستان غاړې ته ور څکېدلي او هلته چیک پوسټې جوړوي. وایي څو ورځې وړاندې یې د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ په څڅوبي سیمه کې دروازه جوړه کړې ده. په اسلام اباد کې افغان سفر عاطف مشعل په دې اړه یو ټویټ کړی دی:

"په نوره نړۍ کې هره ورځ د ملتونو تر مینځ فاصلې کمېږي، مګر له بده مرغه زمونږ په سیمه کې دا واقعیتونه نه پالل کېږي. د ډېورند پر کرښه په څڅوبي کې د دروازې جوړول او داسې نورې کړنې د هغو خلکو د جلا کولو هڅه ده چې نه سره بېلېږي".

د کونړ د والي ویاند وایي اکثر د هاوان ګولې پر سرکاڼو ولسوالۍ لګېدلې دي چې وایي هلته یې اووه تنه وژلي، خو وایي دوې د کونړ پر مرکز اسداباد باندې هم لګېدلې دي چې هلته یې هم یو تن وژلی او دوه یې ټپیان کړي دي.

د افغان چارواکو په وینا جګړه د غرمې په یوه بجه پیل شوې وه او تر درو ګنټو پرله پسې ډزو وروسته د ماځیګر پر څلورو بجو پای ته رسېدلې ده، خو د کونړ د والي ویاند دعوه کوي چې تر جګړې وروسته هم د افغانستان پر خاوره مارټر ګولې لګېدلې دي.

تر اوسه په دې اړه څه معلومات نه دي ورکړل شوي چې آیا په جګړه کې افغان ځواکونو او یا هم پاکستاني ځواکونو او دې غاړې ته عامو خلکو ته هم څه ځاني زیان اوښتی که نه، خو افغان چارواکو پاکستاني ځواکونو ته هم د درانه تاوان اوښتو دعوه کړې ده.

د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په تېرو کلونو کې هم دې ته ورته نښتې شوې دي خو دا لومړی ځل دی چې د جګړې له کبله د دومره زیاتو خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو دعوې کېږي.

XS
SM
MD
LG