د امريکا نیویارک ښار کې د پاکستان هوايي شرکت پي ايي ای ملکیتي روزوېلټ هوټل په اړه نن سبا په مطبوعاتي رپورټونو کې خبرونه راروان دي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دغه هوټل اخستلو خواهش څرګند کړی. دغه خبره د پاکستان قامي اسمبلۍ یوې سرکاري کمېټۍ ته هم وېل شوې. د پاکستان هوايي شرکت پخپله او سږ کال دا هوټل هم د مالي خسارې سره مخ دی. دا هوټل څومره زوړ او د نیویارک په کومه سیمه کې دی؟ حال یې د وي او ای ډیوه خبریال فضل الله په دې رپورټ کې وړاندې کوي.