لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې ۱.۳ میلینه نورو کسانو د بې کارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې


واشنګټن – په امریکا کې ۱.۳ میلیونه نورو هغو کسانو د بې کارۍ له امله په تېره اونۍ کې د حکومتې مرستې غوښتنه کړې چاچې د نړۍ په دغه پرمختللي اقتصادي هېواد کې د کورونا وایرس له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي.

دا ۱۷ پرلپسې اونۍ ده چې د بې کاره کسانو په درخواستونو کې کموالی راځي او دا ځل د تېرې اونۍ په پرتله په دغه شمېره کې ۱۰۰۰۰ کموالی راغلی.

د بې کاره شویو کسانو د یوې اونۍ تر ټولو لوړه شمېره په مارچ میاشت کې وه چې ۶.۹ میلیونو ته رسېدله خو د وروستیو څلورو اونیو متوسطه شمېره نېږدې ۱.۴ میلیونو ته رسېږي چې دا هم په تاریخي کچه لوړه ده.

حکومت ویلي، کابو ۱۷.۳ میلیونه کسان اوس هم بې کاره دي که څه هم زیاتره کارکونکي خپلو کارونو ته ګرځېدلي.

په تېرو څلورو میاشتو کې ټولټال ۵۱ میلیونه کسانو د بې کارۍ له امله حکومتي مرستې ترلاسه کړي دي.‌

دغو ډول بې کاره شویو کسانو ته په متوسطه کچه د اونۍ ۶۰۰ ډالره ورکول کېدل او د مرستو دغه بهیر به د جولای په وروستیو کې پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG