واشنګټن – د سګرتو څکولو ضد یوه ډله وايي، په برتانیه کې د کورونا وبا له خپرېدو سره تر یو میلیون زیاتو کسانو د سګرټو څکول خوشې کړي دي.
دغه ډله وايي، په یوې څېړنه کې تر ۴۰ فیصده زیاتو خلکو ورته ویلي، چې دوی د کورونا وایرس سره په غبرګون کې سګرټ پېښي دي.
د یونېورسټي کالج لندن لخوا په یوې جلا سروې کې راغلي دي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دومره خلکو د سرګټو څکول بند کړي چې د ۲۰۰۷ کال راهیسې په یوه کال کې هم دومره خلکو نه وو پرېښي.
په ګرده نړۍ کې د طب څېړونکي وايي، د کوېډ ۱۹ علایم په څګرټ څکونکو کې د هغو په پرتله چې سګرټ نه څکوي ډېر خراب وي.
امریکايي پوهان وايي، هغه سګرټ څکونکي چې د کورونا له امله په روغتون کې بستر شوي وي د ژوندي پاتې کېدو چانس یې کم وی.
د سګرټو د څکولو له امله هر کال په نړۍ کې په میلیونونو کسان مړه کېږي. یواځې په امریکا کې هر کال کابو نیم میلیون کسان د سګرټو له څکولو څخه مړه کېږي چې نېږدې ۴۵۰۰۰ یې تور پوستي امریکایان وي.