لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ:دپاکستاني اؤ افغان ځواکونو نښته کې دپاکستان لوري ته هم درې کسان وژل شوي،اووه ژوبل


دپاکستان امنیتي سرچینې وایي اوړمه ورځ دافغانستان اؤ‌ پاکستاني ځواکونو ترمنځ په پوله شوې نښته کې دپاکستان لوري ته په باجوړ کې هم درې کسان مړه شوي اؤ د دوؤ پاکستاني عسکرو په ګډون اووه کسان ژوبل شوي دي.

دچهارشنبې په ورځ افغان چارواکو ویلي وؤ کونړ کې دافغانستان اؤ پاکستان ځواکونو دپولې دواړو غاړو ته په یو بل د درنو وسلو ډزې کړي چې په دغو ډزو کې افغان چارواکو دکونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اتوؤ عامو وګړو د وژل کیدو اؤ اؤ د شپږو د نورو ټپي کیدو خبر ورکړی ؤ.

خو پاکستاني مطبوعاتو دجمعې په ورځ دامنیتي سرچینو له خولې ویلي چې په ډزو کې دپاکستان قبائیلي ضلعه باجوړ کې هم درې کسان مړه شوي اؤ اوؤ کسان ژوبل شوي چې دوه پکې امنیتي عسکر هم شامل دي.

پاکستاني مطبوعاتو یا چارواکو نه په دغه نښته کې دپاکستان لوري ته د وژل شوؤ درېوؤ کسانو د پيژندګلو ښکاره کولو نه ډډه کړې ده .

تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له غاړې د مارټر ګولو بریدونه غندلي وؤ خو ویلي یې وؤ د سفارتي هڅو په نتیجه کې د دواړو غاړو له خوا پر ډزبندۍ اتفاق وشو چې وایي وروسته به په دې اړه یوه ګډه غونډه هم کوي.

تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې دباجوړ اؤ کونړ په پوله دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې چې دامنیتي عسکرو په ګډون پکې په شلګونو عام خلک هم وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

تیرکال د اکتوبر په میاشت کې هم په دغه سرحدي سیمه کې د دواړو هیوادونو دپوځیانو ترمنځ ډزې شوې شوې چې پکې دپاکستان دپوځ شپږ عسکر وژل شوي اؤ‌۱۱ تنه نور ژوبل شوي وؤ

افغان چارواکي وایي پاکستاني ځواکونه په وروستیو کې د افغانستان غاړې ته ور څکېدلي او هلته چیک پوسټې جوړوي. وایي څو ورځې وړاندې یې د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ په څڅوبي سیمه کې دروازه جوړه کړې ده چې ددې په ضد دوه ورځې وړاندې دسیمې افغان وګړو یو لاریون هم کړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG