لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ عدالت ته د بشري حقونو د مبارز ادریس خټک د حاضرولو درخواست رد کړ


واشنګټن ـــــ پېښور هایکورټ هغه درخواست رد کړی چې پکې د بشري حقونو د بې درکه مبارز ادریس خټک د مخې ته راوستلو او عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه شوې وه او ویلي یې دي چې د پوځي ایکټ له مخې نیول شوی تن سېول عدالت نه شي را بللای.

د ادریس خټک ورور اویس خټک په وروستیو کې پېښور هایکورټ ته درخواست ورکړی، چې پکې یې له عدالته غوښتنه کړې وه بې درکه کړل شوی ورور دې یې عدالت ته وړاندې شي او پوځي استخباراتي اداره ایم ای دې د هغه د نیولو او بندي کولو قانوني جواز وړاندې کړي.

56 کلن ادریس خټک د تېر کال د نومبر په 13مه نېټه صوابۍ ته پر لاره له خپل موټرچلوونکي سره یو ځای ناپېژاندو کسانو وتښتاوه چې ډرېور یې وروسته خوشی کړ، خو د ده درک اووه میاشتې وروسته ولګېد چې پوځي استخباراتي ادارې یې د نیولو او له ځان سره ساتلو اعتراف وکړ.

د پېښور عدالت قاضي جسټس اکرام الله خان د پنجشنبې- زیارت په ورځ د درخواست تر اورېدنې وروسته وویل، عدالت یې آییني جواز نه لري چې د پوځي قانون له مخې د پټو دفتري معلوماتو د رسوا کولو په تور د نیول شوي تن د حاضرېدو امر وکړي.

د پېښور هایکورټ دوه کسیز بېنچ د ادریس خټک د حاضرېدو درخواست رد کړ او ویې ویل چې د هغه مقدمه دا وخت په پوځي عدالت کې روانه ده.

د ادریس خټک وکیل لطیف اپریدی د پېښور هایکورټ له خوا د درخواست ردېدل ناسم ګڼي او وایي ادریس خټک د پوځي قانون 1952م کال د هیڅ یوې مادې له مخې نه دی تورن شوی. لطیف اپریدی پر ادریس خټک لګېدلی تور بېځایه ګڼي ځکه چې وایي هغه د پوځ ملازم نه وو نو څنګه یې پټ معلومات رسوا کړي وو:

"اووه میاشتې دوی د کوم قانون له مخې له ځانه سره ساتلی وو دا غیرقانوني کار وو او بیا یې د بددیانتۍ له مخې یې پر هغه د سیکرټ ایکټ [د پټو معلوماتو قانون] تور لګولی وو، دوی همداسې خلک بې درکه کړي چې فشار ورباندې راشي بیا وایي موږ نیولی دی، هغه نه په جي ایچ کیو کې ملازم وو او نه فیډرل سیکرټري وو چې پټ معلومات به یې رسوا کول".

د جون پر 16مه پوځي استخباراتي ادارې د پاکستان د بې درکه خلکو د موندنې سرکاري کمېشن ته وویل چې ادریس خټک له دوی سره دی او وایي هغه یې د پټو سرکاري معلوماتو د رسوا کولو په تور نیولی دی.

لطیف اپريدی وایي تر اوسه یې د ده مؤکل کورنۍ او لوڼو ته هغه هم له هغه سره د لیدو اجازه نه ده ورکړې، چې وایي دا غیرقانوني عمل دی. هغه وایي د ادرس خټک له کورنۍ سره تر سلا مشورې وروسته به عدالت ته د وړاندې کولو په اړه سپریم کورټ ته درخواست ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG