لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پيپلز پارټۍ د احسان الله احسان په اړه د حکومت نه سپيناوی غوښتی


پاکستان پيپلز ګوند د پاکستان تحریک انصاف نه سپيناوی غوښتی چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی وياند احسان الله احسان چرته دی؟.

د پيپلز ګوند سېنېټرې شيري رحمان د جمعې په ورځ په سېنېټ کې دا پوښتنه کړې احسان الله احسان ولې د چا په بند کې نه دی؟.

هغې ويلي حکومت دې د احسان الله احسان په اړه سپيناوی وکړي چې هغه چرته دی.

رحمان ويلي احسان الله احسان ټویټ کړی چې د پيپلز پارټۍ د چيئرمېن سره به د هغه د مور (بېنظير بټو) په رنګ کار وکړی شي.

هغه زیاته کړې که د پارټۍ مشر بلاول بټو زرداري له څه هم وشو زمه وار به يې وزیراعظم عمران خان خان وي، هغې په دې هم نيوکې کړي چې عمران خان ترهګر اسامه بن لادن ته شهيد ویلي دي.

د کال 2017م د اپرېل په مياشت کې د پاکستان پوځ ويلي ؤ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پخوانی او د جماعت الاحرار نومې وسله والې ډلې موجوده ویاند احسان الله احسان الله ځان پوځ ته سپارلی دی.

د پوځ د هغه وخت وياند میجر جنرل آصف غفور ويلي ؤ "دا د پوځ غټه کاميابي ده چې غټ دښمنان يې ورته ځان سپاري. او زه تاسو ته ويل غواړم چې د تحريک طالبان پاکستان پخواني او جماعت الاحرار ډلې مشر احسان الله احسان ځان ځواکونو ته وسپارلی دی."

د خیبرپښتونخوا د سرښار پېښور په آرمي پبلک سکول باندې د کال 2014م د دسمبر په میاشت کې شوې ترهګر حمله کې د وژل شوو طالب علمانو ميندې پلاران احسان الله احسان د دغه حملې لپاره ذمه وار بلي. خو د پېښور آرمي پبلک سکول ترهګر حملې دوه ورځې وروسته احسان الله احسان میډیا ته ویلي وو چې په دغه حمله کې لاس نه لري.

د روان کال فرورۍ په شپږمه نېټه په سوشل میډیا خپور شوي یو پېغام کې احسان الله احسان د تښتېدو د دعوې سره دا ګواښ هم کړی ؤ چې ډیر زر به د پاکستاني پوځ او د هېواد د استخباراتي ادارو د منصوبو نه پرده لرې کړي.

هغه ويلي ؤ سږ کال د جنورۍ په ١١ نېټه د پاکستان د ولکې نه په وتلو کې بریالی شوی دی.

له دغې ويډيو مخې ته راتلو نزدې دوه اوونۍ وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه د احسان الله احسان د تښتېدو د خبر پخلی کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG