لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: په نښته کې د نشه توکيو ضد عمليات کوونکي ځواک دوه سرتيري وژل شوي


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د نشه توکیو د قاچاق پرضد عمليات کوونکي ځواک (ای اېن اېف) عمليات کړي او د عملياتو وروسته د ترهګرو او قاچاق کوونکو سره په نښته کې دوه سرتيري وژل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو ويلي، په ماشکېل علاقه کې د قاچاق کوونکو سره څلور ساعته نښته شوې چې پکې د ځواک دوه سرتيري وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

ماشکېل د بلوچستان صوبې د واشک ضلعې علاقې ده.

راپورونه د نشته يي توکيوپرضد عمليات کوونکي ځواک (ای اېن اېف) له قوله وايي چې د ياد ځواک سرتيري د نشه توکيو پرضد عملياتو پسې تللي وو او چې بيرته راتله په دغه وخت پرې ترهګرو او قاچاق کوونکو بريد کړی او نښته شوې ده.

د ای اېن اېف چارواکو ويلي په کومه علاقه کې عمليات او بيا نښته شوې دا علاقه د ايران د پولې سره نزدې پرته ده.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

خو په بلوچستان کې وخت په وخت د دغه ډول پېښو مخې ته راتلل رپوټ کيږي.

په بلوچستان کې چارواکي وايي د قاچاق کوونکو پرضد عملیات دوام لري او دوی هڅه کوي چې د دغه صوبې د لارې هر ډول قاچاق ودروي.

XS
SM
MD
LG