لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: امریکايي بلاګره د پوځ ویاندې ادارې او د خېبرپښتونخوا په پروژو کار کوي، رپوټ


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اسلام اباد هايکورټ ته ويلي چې امریکايي بلاګره سېنتیارېچي د پوځ وياندې ادارې (ايي اېس پي ار) او د خېبرپښتونخوا د فلمونو په پروژو کار کوي ځکه يې د ويزې موده غځول شوې ده.

د ډان د رپوټ ترمخه د کورنيو چارو وزارت ويلي، امریکايي بلاګرې سېنتیارېچي ويلي چې هغه د پوځ وياندې ادارې سره په ګډه او د خېبرپښتونخوا د فلمونو جوړولو په څو پروژو کار کوي، هغې ويلي د يو کال د ويزې د مودې غځولو دپاره اسنادو ته په تمه ده ځکه هغې په موقتي ډول د 30 ورځو دپاره د ويزې غځولو خواست کړی دی.

مرستيال اټارني جنرل طارق محمود کهوکهر ویلي امریکايي بلاګره د اګست د میاشتې د 31م نېټې پورې ويزه لري، او هغې کوم غېر قانونه کار نه دی کړی او نه يې د رياست پرضد کوم کار کې لاس لرلی دی، کوم تورونه چې په هغې لګول شوي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند فعال چودري افتخار احمد د امریکايي بلاګرې د ويزې موده ختمېدل په عدالت کې چېلنج کړي او په هغې يې تور لګولی چې بلاګره د پيپلز ګوند د مشرانو پرضد په ميډيا خبرې کوي.

د رپوټونو ترمخه په تېرو ورځو کې سېنیتا رېچي د پاکستان پیپلزپارټۍ په یو شمېر مشرانو د جنسي تېري او په جنسي توګه د هغې د ویرولو الزامات لګولي وو چې پکې د پاکستان پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني، د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک، مخدوم شهاب الدین شامل دي. دغو سیاستوالو د سېنیتا ریچي الزامات رد کړي دي.

رپوټونه وايي سېنتیا رېچي د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو په اړه یو لانجمن ټویت هم کړی و چې پیپلزپارټۍ پرې سخت ردعمل وښودلو او د هغې خلاف یې د اېف ايي ای د سایبر جرمونو خلاف څانګه ته یې کېس یوړو.

XS
SM
MD
LG