لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرونا وایرس اخته ایشوریا رائ اؤ هغې لور ساه اخستو کې دستونزو له امله روغتون ته وړل شوي


دهندي فلمونو وتلې ستورې اؤ‌ په نړیواله کچه دښکلا پخوانۍ ملکه ایشوریا رائ بچن اؤ دهغې اته کلنه لور په کرونا وایرس له اخته کیدو وروسته په ساه اخستو کې د تکلیف له امله روغتون ته وړل شوي دي.

دهندي رسنیو له مخې ۴۶کلنه ایشوریا رائ اؤ دهغه ماشومه لور ارادهیا بچن تیره ورځ وروسته له هغې د ممبۍ نانا وتي روغتون کې بستر کړل شوي چې دغه مور اؤ لور ته په ساه اخستو کې سختې ستونزې راولاړیدلې.

تیره اوونۍ هندي رسنیو راپورونه ورکړي وؤ چې ایشوریا رائ، دهغې میړه ابهیشک بچن،لور ارادهیا بچن اؤ سخر امیتابهـ بچن په کرونا وایرس اخته شوي اؤ تر ایشوریا رائ دمخه دهغې میړه ابهیشک بچن اؤ سخر امیتابهـ بچن هم روغتون کې بستر کړل شوي وؤ.

هندي رسنۍ وایي دامتیابهـ بچن اؤ ابهیشک بچن روغتیایي وضعیت اوس ورځ تر بلې ښه کیږي.

برهان ممبۍ میونسپل کارپوریشن د ایشوریا رائ اؤ دهغې دلور روغتون کې دبستر کیدو پخلی کړی خو ویلي یې دي چې د مور اؤ لور دواړو حالت دخطرې څخه بهر دی.

په هندوستان کې تر ۱۴ لکو زیات کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې په دې کې شپږ لکه اؤ ۵۴زره بېرته جوړ شوي اؤ ۲۶زره اؤ ۲۷۳ مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG