لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیویارک کې دپي ‌ایي ای هوټل روز ویلټ څومره قیمتي اؤ تاریخي دی ؟


داستوګنې دپاره غوره اسانۍ لرونکی دا هوټل د نیویارک ښار په ختیز کې دمیډیسن ایونیو اؤ په ۴۵مه کوڅه د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه یوازې دڅو کوڅو په واټن پروت دی.

په نیویارک کې دپاکستان دملي هوایي شرکت پي‌ ایي ای ملکیت روز ویلټ هوټل نن سبا دپاکستان په سیاسي اؤ صحافتي حلقو کې د بحث موضوع جوړه شوې ده اؤ اسې ویل کیږي چې ګنې دپاکستان حکومت دا مهمه ملي پانګه پلورل غواړي.

داسې خبرونه هم مخې ته راغلي دي چې ګنې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ددې تاریخي ودانۍ په اخستلو کې خوښي لري‌ خو نه صدر ټرمپ یا دهغه انتطامیې تراوسه په دې هکله څه ویلي اؤ نه دپاکستان حکومت ددې هوټل دخرڅولو غوڅ اعلان کړی دی.

د روز ویلټ هوټل تاریخ

داستوګنې دپاره غوره اسانۍ لرونکی دا هوټل د نیویارک ښار په ختیز کې دمیډیسن ایونیو اؤ په ۴۵مه کوڅه د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه یوازې دڅو کوڅو په واټن پروت دی.

دنیویارک ښار پړقیدونکی ټائم اسکوائر هم ددې هوټل ترڅنګ دی اؤ له دغه ځایه یې واضحه ننداره کیږي.

ددې هوټل پرانسته په کال ۱۹۲۴ کې شوې وه اؤ دا اوس د مهمو ډپلوماټان اؤ سیلګرو د استوګنې دپاره مشهور دی ځکه چې دې هوټل کې پاتې کیدونکي میلمانه هر ډول عصري اسانۍ لري.

دلرګیو دفرنیچر نه جوړ دا هوټل یو زر اؤ ۲۵ خونې لري اؤ ددې ترڅنګ پکې پراخه ۲۵ دفلیټ په څېر خونې یا کوټې هم دي چې ددې هوټل ارزښت یې سیوا کړی دی.

ددې خونو تر څنګ په روز وویلټ هوټل کې یو صدارتي وداني یا اپارټمنټ هم وجود لري چې په څلورو خونو،یوه اشپزخانه اؤ یوه حجره یا بیټک سمباله ده اؤ ډائننګ روم هم لري.

روز ویلټ هوټل په کال ۱۹۴۷کې دنیویارک ښار د هغه وړومبي هوټل ویاړ هم لري چې په ټولو خونو کې یې ټي وي ګان لګیدلي وؤ.

په تاریخي توګه دا هوټل د ۱۹۴۳نه کال ۱۹۵۵پورې د نیویارک د ګورنر تهامس ډیوي د ارام خونه یا سرکاري دفتر هم پاتې شوی دی.

هغه د کال ۱۹۴۸ دټولټاکنو پائیلې هم ددې هوټل په ۱۵۲۷نمبر خونه کې اوریدلې وې، دغه ټاکنو کې هیري ټرومین هغه ته په غیراحتمالي ډول په ماتې ورکولو دامریکا صدر جوړ شوی ؤ.

نیویارک کې میشت دنیمې پیړۍ راهسې دمیشت خبریال افتخار علي له مخې ملګرو ملتونو کې د چین د شاملولو په مهال د چین هئیت هم په دې هوټل کې استوګنه لرله اؤ هغه مهال به روزانه ددې هوټل مخې ته د چین په پلوۍ اؤ مخالفت کې مظاهرې کیدلې .

روز ویلټ کله دپاکستان ملکیت شو؟

دپاکستان هوایي شرکت پي‌ ایي ای دخپلې پانګونې دڅانګې دلارې روز ویلټ هوټل په کال ۱۹۷۹ کې په ټېکه ترلاسه کړی ؤ، هغه مهال د شوي تړون له مخې پي‌ ایي ای دا حق لرلو چې شل کاله وروسته دا هوټل په بیعه واخلي اؤ بیا یې همدغسې وکړل.

پي ايي‌ ای کال ۱۹۹۹ کې په درې کروړه اؤ ۵۶لاکه ډالرو واخستو، دهوټل تر اخستو وړاندې پي‌ایي ای دهوټل دمالک پال ملسټین نه دا عدالتي جګړه هم ګټلې وه چې هغه محکمې ته عریضه کړې وه چې د هوټل بیعه اوس دمارکیټ له حسابه ډیره لوړه شوې ده.

هوټل کې دسعودي شهزاد برخه

۱۹۷۹ کې چې کله پي ایي ای دا هوټل واخستو نو هغه مهال د سعودي شهزاده فیصل بن خالد بن عبدالعزیز هم په دې کې پانګونه کړې وه.

پي ايي ی بیا په کال ۲۰۰۵م کې په څلور کروړه ډالرو اؤ دسعودي ریاض ښار کې دخپل ملکیټ هالي ډي په بدل کې دا هوټل په بشپړ ډول ترلاسه کړو،

اوس دې هوټل کې ۹۹ فیصده دملکیت برخه دپاکستان اؤ یو فیصد دسعودي شهزاده ده.

کال ۲۰۰۸م کې پي ایي ای ددې هوټل په ډول سینګار شپږ نیم کروړه ډالر مصرف کړل اؤ هوټل کې یې ټولې عصري اسانۍ پرځائ کړې.

دهوټل دانتظامي واک د پي‌ ايي‌ ای لاسو ته له ورتلو وروسته چې د ملګرو ملتونو غونډو کې دپاکستان نه دلوړې کچې څومره هئیتونه امریکا ته سفر کوی نو په دغه هوټل کې پاتې کیږي.

هوټل کې په زیاتو پیسو د ډول سینګار دکار کولو وروسته تیرکال کال پي‌ ایي ای ته خواوشا د ۱۵ لکو ډالرو زیان اوښتی ؤ.

ددې هوټل د راتلونکي په اړوند څو اوونۍ وړاندې هغه مهال شخره راولاړه شوه چې دپاکستان د مرکزي کابېنې د نجکارۍ یا شخصي څانګې کمیټې ددې هوټل دپلورلو دپاره یوه ډله وټاکله .

خو دهیواد دهوابازۍ دمحکمې لخوا دقانوني اعتراضونو راپورته کولو وروسته دغه کاري ډله ختمه کړل شوه.

هم روانه اوونۍ دپي‌ ايي ای د پانګونې څانګې دعوه کړې وه چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ددې هوټل په اخستو کې خوښي لري خو تر اوسه صدر ټرمپ یا دجائیدادونو اخستلو اؤ پلورلو په هکله دهغه کمپنۍ په دې اړوند څه نه دي ویلي.

خبریال افتخار علي‌وایي دښار په منځ کې د دومره لویې ودانۍ چې یو لوري ته یې ټائم اسکوائر دی اؤ‌ بل لوري ته دملګرو ملتونو مرکزي دفتر ددې په اخستو کې به کومه دجائيدادونو کمپني خوښي نه لري؟

د نیویارک ښار په کاروبار نظر لرونکي وایي ددې خبرې نه قطع نظر چې کومه کمپني ددې هوټل په اخستو کې خوښي لري د کرونا وایرس په دې بحران کې به ددې هوټول پلورل یو ګټور عمل نه وي.

(په مننه د وي او ای اردو)

XS
SM
MD
LG