لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فوربز مجله: "د پاکستان سمندري ځواک په پټ آبدوز غلی دی خو معلومات یې مخې ته راځي".


واشنګټن ــــ د امریکې په فوربز مجله کې د ای ایچ سټن په نامه لیکوال یو مضمون خپور شوی، چې وایي پاکستان یو پټ آبدوز لري، د مضمون سرلیک دی "د پاکستان سمندري ځواک پر پټ آبدوز غلی دی خو وایي معلومات یې مخې ته راځي".

په دې مضمون کې د پاکستان د سمندري ځواکونو د وياند له خوا د روانې جولای مياشتې په دريمه نېټه په پي اين ايس اقبال يا په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو په مرکز کې د ځانګړې دستې د پرېډ جاري شوې ويډيو کې د سب ميرين یا آبدوز د لیدل کېدو ذکر دی.

د مضمون ليکوال وایي د دې پخلی د مصنوعي سيارې د لارې اخیستل شوو عکسونو نه هم کيږي.

هغه ليکي د ويډيو په لومړیو درو سيکنډو کې د سب ميرين يا تر اوبو لاندې د عملياتو صلاحيت لرونکې بېړۍ ښکاري چې مخکنۍ برخه یې خړه او وروستۍ یې سور رنګ ترپال پټوي خو بيا د سب ميرين لويه او منځنۍ برخه دومره واضح ليدل کېدای شي چې د ماهرينو لپاره د دغو صلاحيتونو په جاج اخیستو کې ګټور ثابتېدلى شي.

د دې مضمون په اړه په خپله څېړنه کې د دفاعي چارو څېړونکي او د فزکس يا طبيعات استاد ډاکټر نيير وایي د امريکې، برتانيې او هند سمندري آبدوزونه وخت په وخت د پاکستاني سمندري ځواکونو په اډه کې درېږي او هلته وخت هم تېروي.

ډاکټر نییر وي او اې ډیوه ته ویلي، پاکستان له خپل روایتي دښمن هند سره په سیالۍ کې د خپل بحري طاقت زیاتولو لپاره له ډېره وخته هڅې کوي او په اوسنيو حالات کې زيات امکان دا دى چې د فوبز مجلې په رپورټ کې په ګوته شوى سب ميرين چينایي وي:

"پاکستان له چینه نور آبدوزونه اخیستل غواړي چې لږ غټ او اوږده وي، له هند سره د پاکستان مقابله ډېره سخته ده ځکه چې د هند سمندري ځواک ډېر زورور دی".

ډاکټر نيير دريځ خپلوي پاکستاني بحريه د وړاندې نه د اټلي او فرانس نه آبدوزونه اخیستي دي خو بيا هم د خپل روايتي حريف هند بحريه مقابله نه شي کولاى او د چين نه ايوان نومي لوى او طاقتوره آبدوزونه اخیستلو کې غرضي دی.

ډاکټر نيير ويلي هندي بحريه په هندي سمندر کې لوى طاقت دى او له هند سره ايټمي وسلې وړلو آبدوزونه دي د کوم نه چې پاکستان محرومه دى ځکه پاکستان هم دا غواړي د هند په څېر تر يوې مياشتې د اوبو لاندې د پاتې کېدلو آبدوزونه تر لاسه کړي.

د ډاکټر نيیر په وينا پاکستاني سب ميرين د يوې اوونې نه زيات تر اوبو لاندې نه شي پاتې کېدلاى او بيا بره راتلو ته مجبوره وي.

هند اکثر پاکستان ته د جګړې نښتو په سر د سمندري محاصرې ډرکه ورکوي او ماهرين وایي پاکستان بيا د دې د ماتولو توان نه لري خو په بدل کې پاکستان هند ته د ايټمي وسلې کارولو خبردارى ورکوي.

پاکستان د داسې سب ميرينز يا سمندري‌ آبدوز لرلو دعوه کوي چې په سمندر کې د پنځوس کیلوميټر نه د کروز ميزايل د لارې په هند کې خپل هدف په نخښه کولاى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG