لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تیمور جهګړا:جنوبي وزیرستان کې به دپولیو کمپائن په مهال۷۸ زرو ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي


دخیبر پښتونخوا د روغتیا وزیر تیمور خان جهګړا داتوار په ورځ پېښور کې یو مطبوعاتو کانفرنس ته ویلي” فعلاً به دخیبر پښتونخوا یوازې په جنوبي وزیرستان کې داکمپائن پیلولی شي اؤ دا د ورځني ژوند په لوري زمونږ د پرمختګ یوه څرګندونه ده”

دکرونا وایرس دلاسه څلور میاشتې وړاندې ځنډول شوی دپولیو دمخنیوي کمپائن دسبا - دوشنبې راهسې بیا دخیبر پښتونخوا دقبائیلي ضلعې جنوبي وزیرستان څخه پيل کیږي اؤ ټاکل شوې ده دپاکستان یو شمیر په ګوته کړل شوو سیمو کې به ماشومانو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکولی شي.

د روغتیا وزیر ویلي دې کمپائن کې به ۷۸ زرو ماشومانو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکول کیږي اؤ ددې دپاره ۶۰۹ ډلې ټاکل شوي دي.

هغه ویلي دا ۶۰۹ ډلې به ۴۸زرو کورونو ته ورځي اؤ کوم کور کې چې ماشومان هغه مهال موجود نه وي یا یې پرې مشران دڅاڅکو څښلو نه انکار کوي نو هاغو کورونو ته به په څلورمه اؤ پینځمه ورځ بیا دا ډلې لیږل کیږي.

تیمور جهګړا وایي دپولیو دمخنیوي‌ ددې درې ورځني کمپائن په مهال د کرونا وایرس د ګواښونو کمولو په خاطر دپولیو څاڅکو ورکوونکو روزنه شوې ده اؤ هغوئ ته د ځان ژغورنې دپاره سامامونه هم ورکړل شوي دي.

په عین حال کې د روغتیا دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر ظفرمرزا هم په ټوئټر لیکلي “څنګه چې د کرونا وایرس په اړوند حالات ښه کیږي مونږ د۲۰م جولایي څخه ځانګړو سیمو کې دپولیو دمخنیوي کمپائن بیا پیلوؤ”

هغه ویلي د سبا راهسې پیلیدونکي کمپائن کې به په فیصل اباد، اټک،جنوبي وزیرستان، کوټه اؤ کراچۍ کې د اتوؤ لکو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو دمخنیوي څاڅکي ورکول کیږي .

سږکال تر اوسه پاکستان کې دپولیو ۵۹ پېښې مخې ته راغلي دي چې دې کې ۲۱ دخیبر پښتونخوا،۲۰دسندهـ،۱۴ دبلوچستان اؤ څلور دپنجاب صوبې سره تړاؤ لري.

پولیو ناروغي دا مهال د نورې ټولې نړۍ نه ختمه شوې ده خو یوازې په درېو هیوادونو پاکستان ، افغانستان اؤ نائجیریا کې ددې ناروغۍ جرړې پاتې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG