لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرونا وایرس ګرد پاکستان کې نور ۴۶اؤ خیبر پښتونخوا کې نهه کسان مړه شوي


په داسې حال کې چې واکمنان وایي دپاکستان دننه د کرونا وایرس دلاسه دمرګونو او داغېزمن شوؤ تنانو شمېره کې کمی مخې ته راغلی په تیر یو شواروز کې په ګرد هیواد کې ۴۶نور کسان په دغه وایرس مړه شوي چې دنهو تړاؤ پکې دخیبر پښتونخوا سره دی.

پاکستان کې په کرونا دڅار مرکز شمیرې ښایي چې داتوار د ورځې سحر پورې په تیرو څلیریشتو ساعتو کې دکرونا وایرس ۱۵۷۹ تازه پېښې ثبت شوي دي.

دا مهال په ګرد هیواد کې د کرونا دثبت شوؤ پېښو شمیره دوه لکه ۶۳زره اؤ ۴۹۶ته رسېدلې ده چې دې کې دوه لکه ۴۲۷۵ بېرته له دې رنځه روغ شوي اؤ ۵۳زره اؤ ۶۵۲ پرې اوس هم اخته دي.

همدا شان پاکستان کې ټول ۵۵۶۸کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې هغې کې ۲زه ۶۷دپنجاب،۱۹۷۴دسندهـ،۱۱۳۹ دخیبر پښتونخوا.۱۵۷داسلام اباد،۱۳۱دبلوچستان،۴۷دکشمیر اؤ ۴۱ دګلګت بلتستان سره تړاؤ لري.

دسرکاري شمیرد ترمخه خیبر پښتونخوا کې کرونا وایرس ټولو نه زيات کسان په سر ښار پېښور کې ۵۴۳ مړه کړي دي او ورپسې ۹۹ په سوات سيمه کې مړه شوي دي.

په ګرده نړۍ کې تر دې مهاله د کرونا وبا دلاسه د مړو شوؤ کسانو شمیره یو کروړ اؤ ۴۲لکو نه اوښتې ده اؤ شپږ لکه کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف وایي دکرونا وایرس له امله سږکال نړیوال اقتصاد په سخت بحران کې ګیر دی اؤ راتلونکي کال نه به معیشت ورو، ورو ځائ ته راشي

دایي ایم ایف مشرې کرسټینلینا جارجیوا پخپل یو بیان کې ویلي د کرونا وایرس څخه په رامنځته شوي اقتصادي بحران دقابو موندلو دپاره ګڼ شمیر هیوادونه سره مرستو ته اړتیا ده اؤ خلکو ته د روزګار ورکولو اؤ معاشي بحالۍ دپاره باید وړومبی ارزښت د ولسي روغتیا څانګې ته ورکړل ش

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG