لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت کې د دوه ګوني تابعیت دمخالف عمران خان خپل څلور معاونان دوه ګونی تابعیت لري


دپاکستان د وزیراعظم د ۱۵ؤ ځانګړو معاونانو اؤ شپږو صلاح کارانو د پنګو اؤ وګړتوب جذئیات خلکو ته ښودل شوي چې له مخې یې د عمران خان څلور ځانګړي معاونان دوه ګونی تابعیت یا غبرګ وګړتوب لري .

دپاکستان د قانون له مخې هیڅ یو دپارلیمان غړی یا وزیر غبرګ وګړتوب په لاس کې نه شي لرلی خو معاونانو یا صلاح کارانو دپاره بیا دا بندیز نه شته.

دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز په ټوئټر د کابینې د وزیرانو، معاونانو اؤ صلاح کارانو د وګړتوب اؤ شتمنیو په په اړوند لنک خپور کړی چې دهغې له مخې د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاونان ندیم بابر د امریکا، زلفي بخاري دبرتانیې،تانیه ایدروس دکېنیدا اؤ سینګاپور اؤ شهزاد سیدقاسم د امریکا وګړتوب په لاس کې لري.

خو د وزیراعظم صلاح کاران بیا دوه ګونی تابعیت نه لري اؤ یوازې دپاکستان وګړتوب یې په لاس کې دی.

ددغو معلوماتو مخې ته د راتلو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو دمخالفو سیاسي ګوندونو مشرانو، خبریالانو اؤ مدني فعالانو په وزیراعظم عمران خان سختې نیوکې کړي چې په داسې خلکو حکومتي چارې پرمخ وړي چې هغوئ دپردیو وطنونو وګړي دي اؤ دپاکستان دائین سره د وفادارۍ لوړه یې هم نه ده کړې.

دپاکستان موجوده وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې له راتلو وړاندې دریځ لرلو چې هغه خلک په اسمبلیو اؤ حکومت کې نه دي پرېښودل پکار چې دوه ګونی تابعیت لري خو پخپل حکومت کې دشپږو ځانګړو معاونانو په اړوند یې لا څه نه دي ویلي.

دحکومت مخالفه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ سینیټرې شیري رحمان هم په ټولنیزو رسنیو پوښتنه کړې چې ایا وزیراعظم دمعلوماتو په لرلو سره هم د دوه ګوني تابعیت لرونکي خلک د یو مهم ائیني فورم (حکومت) برخه جوړ کړي دي ؟

هغې ویلي که چرې وزیراعظم په دې هکله معلومات نه لرل نو دا بیا نوره هم د اندېښنې خبره ده.

سینیټرې شیري رحمان پوښتنه کړې ده چې ایا د دوه ګوني تابعیت لرونکي خلک به نوی پاکستان جوړوي؟

زیاترو خلکو په ټولنیزو رسنیو د وزیراعظم عمران خان واکمنۍ ته د رسیدلو نه د وړاندې مودې هاغه ویناګانې هم د ویډیو ګانو په شکل کې خپرې کړي دي چې هغه پکې ویلي کوم خلک چې دپاکستان تابعیت نه لري هغوئ باید پارلیمان کې پرې نه ښودل شي.

خو وزیراعظم عمران خان لا تر اوسه په دې اړوند سپیناوی نه دی کړی چې پخپل حکومت کې یې ولې د غبرګوني تابعیت لرونکي خپل ځانګړي معاونان ټاکلي دي

په پارلیمان کې دحکومت ستر مخالف سیاسي ګوند مسلم لیګ نواز ددغو معلوماتو مخې ته له راتلو وروسته په ټوئټر د وزیراعظم عمران خان نه پوښتنه کړې ده چې کوم خلک پاکستان کې څه نه لري نن یې هغوئ خپله کابېنه کې ولي کېښنولي اؤ ولي پرې فیصلې کوي ؟

مسلم لیګ نواز ګوند ویلي په هیواد د بهرني ټولګي د مسلط کیدو له امله ولس بې روزګاره دی، معاشي تباهي خوره اؤ خلک د ولږو سره مخ دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG