لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې په افغان مشرانو غږ کړی، د بنديوانو تبادله دې بشپړه او د طالبانو سره دې د سولې خبرې پېل کړي


په افغانستان کې د امریکې سرپرست سفير (شارژدافير) راس وېلسن په افغان مشرانو غږ کړی چې د بنديوانو تبادله بشپړه کړي او د طالبانو سره د وروسته والي پرته د سولې خبرې پېل کړي.

نوموړي د اتوار په ورځ په ټويټر و یلي، "مونږ د افغانستان په مشرانو غږ کوؤ چې نوی حکومت جوړ کړي، د روغې جوړې دپاره د سولې عالي شورا جوړه کړي، د بنديوانو تبادله بشپړه کړي، او بېن الافغاني خبرې پېل کړي".

هغه ويلي د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او استاد عبدالرسول سياف سره یې ليدلي او د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د 17م مې د تړون په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.

د فرورۍ په مياشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په توافقنامه کې د پينځه طالبانو او 1000 افغان سرتيرو خوشي کولو ويل شوي وو.

افغان حکومت وايي د 4200 پورې طالب بنديوان يې خوشي کړي دي خو په وروستيو کې يې د هغو 600 بنديوانو خوشي کول ودرولي چې په کومو د خطرناکو جرمونو تورونه دي.

ولسن ويلي د افغان اولس حوصله ختمه شوې بېن الافغاني خبرې دې پېل شي چې په مستقل او جامع اوربند خبرې روانې شي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بېن الافغاني خبرو پېلېدو دپاره چې د بندیوانو خوشي کول بنيادي شرط اېښودی شوی ؤ، طالبان وايي تراوسه پورې په 1000 کې 845 بنديوان خوشي کړي چې د افغان ځواک سرتیري دي.

ورسره طالبان په افغان حکومت نيوکې کوي د بېن الافغاني خبرو په وړاندې خنډان جوړوي او وايي څو پورې چې 5000 بنديوان نه وي خوشي شوي دوی د کابل حکومت سره د سولې خبرو ته نه دي تيار.

خو افغان حکومت بيا وايي طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي نه خو يې 1000 تنه پوځي امنيتي بندیوان خوشي کړه او نه يې د افغانانو وژنې ودرولې.

XS
SM
MD
LG