لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په جنوبي وزيرستان کې پي ټي اېم ته د ګواښونو پرچه وېشل شوې


په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې داسې پرچه (پمفلټ) خور شوی چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ترڅنګ خلکو ته ګواښ شوی چې پکې دعوه شوي دا خلک په علاقه کې فحاشي خوروي.

د فدایان اسلام لخوا چې دغه پرچه خوره شوې پکې ويل شوي چې په جنوبي وزیرستان واڼه کې بې ديني، فحاشي، غرياني خوريږي کومه چې د اسلام دپاره تاواني ده، فدايان اسلام ډېر صبر وکړو خو ګواښ يې کړی اوس يې چې څوک هم په دې عملونو کې ګېر کړه هغو ته به د مال او ځان د تاوان سره نور تاوانونه اړوي.

په پرچه کې ویل شوي فدايان اسلام تر ټولو اول نظر په پي ټي اېم دی او دوی دې په هر وخت کې ځانونه تيار ساتي.

په ياده پرچه کې بچه بازانو او ښځو ته هم ګواښ شوی دی.

د فدايان اسلام نوم په لمړي ځل مخې ته راغلی او له دې وړاندې د لشکر فدايان اسلام په نوم ځینې پرچې په سيمه کې خورې شوې وې.

د پي ټي اېم مخکښ او د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر دغې پرچې ته په غبرګون کې وايي په علاقه کې د پوليس او پوځ او انتظاميې د شتون باوجود داسې پرچې خورېدل د اندېښنې خوړ دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه تور ولګولو چې د ټولې رياستي مشينرۍ باجود دا پرچه خورېدل دوی د رياستي ادارو کار ګڼي، او د دغه لارې پي ټي اېم د فشار لاندې راوستل غواړي خو پي ټي اېم به کله هم د خپله دريځ څخه په شا نه کړي.

هغه وويل دوی ځکه په رياستي ادارو تور لګوي چې اوس په علاقه کې هر څوک راپاسي خپل حق غواړي او دغلته چې حقونه تروړل شوي اوس هم ریاستي ادارې خلکو ته حقونو ورکولو ته تيارې نه دي.

خو د جنوبي وزیرستان انتظامي چارواکي د يادې پرچې په اړه وايي، دغه پرچه تېره ورځ د واڼه تحصيل په اعظم ورسک سيمه کې ليدل شوې او دوی يې پلټنې پېل کړي دي چې دا پرچه د کوم ځای نه او چا وېشلې ده.

په جنوبي او شمالي وزيرستان کې وخت په وخت د ګواښونو داسې پرچې وېشل شوي چې پکې د علاقې مشران، د پوليو کارکوونکي او ښځې يادې کړی شوي خو دا لومړی ځل دی چې پي ټي اېم ته پکې په ښکاره ګواښ شوی دی.

خو د پي ټي اېم مشرانو ته له دې وړاندې د پوليس لخوا د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو علاقو کې ځينې داسې خطونه ورکړی شوي چې پکې ورته ويل شوي د بهرنيو ادارو لخوا په نخښه کېدی شي.

د پاکستان حکومت او پوځ له دې وړاندې په پي ټي اېم د بهر ملکونو څخه د پېسو اخيستو تورونه لګولي دي.

خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي ثبوت يې غوښتی او وايي د عدم تشدد د لارې د خپلو حقونو ترلاسه کولو دپاره د ملک د ائین لاندې مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG