لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې اوس هم کورونا په چټکۍ سره خپرېږي


واشنګټن - د امریکا د جنوبي ولایت فلورېډا ۴۵ روغتونونو د ګل یا دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په بیړنیو خونو کې یې د ناروغانو لپاره نور خالي بسترونه نه دې پاتې.

په امریکا کې د کورونا ناروغانو شمېر دومره زیات شوی چې روغتیايي سیستم یې له ننګونو سره مخ کړی.‌

په دغه ایالت کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ تر ۱۲۰۰۰ نوې پېښې رپوټ شوي او دا پرلپسې پنځمه ورځ ده چې تر لسو زرو زیاتې پېښې پکې رپوټ کېږي.‌

میامي پکې تر ټولو زیاته ځپل شوې سیمه ده او له ناروغانو څخه د ډکو ۴۵ روغتونونو څخه نهه یې په میامي ډېل سیمه کې دي.

د میامي ښاروال فرانسس سواریس سر له ګل یا دوشنبې څخه د هغو خلکو په وړاندې د سختو نقدي جریمو اعلان کړی چې د خلکو ترمنځ ماسکونه نه تړي.

هر څوک چې له ماسک پرته د خلکو ترمنځ ولیدل شي نو ۵۰ ډالره به جریمه کېږي او که بیا بیا ولیدل شي نو دا جریمه تر ۵۰۰ ډالرو پورې زیاتېږي.

د فلورېډا په دوهم ښار لاس انجلس کې چې د امریکا دوهم تر ټولو ستر ښار ګڼل کېږي ښاروال یې د دوهم قرنطین د اعلانولو په درشل کې دی.

ګارسېتې د ټرمپ اداره په دې تورونه کړه چې د کورونا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې یو ملي رهبري نشته.

"دا سیاسي شوه په داسې حال کې چې دا باید متحده شوې وايي. مونږ یواځې پرېښودل شو ددې پرځای چې مونږ سره مرسته شوې وای. مونږ پوهېږو چې دا د منډې یوه سیالي ده او دا خلکو ته نور مه وايي چې دا هر څه به ژر پای ته ورسېږي. که مونږ ټولو سره د یو ملت په څېر یو ځای نشو نو زیات خلک به مړه شي."

په امریکا کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ تر ۵۰۰ زیات کسان مړه او تر ۶۳۰۰۰ زیاتې نوې پېښې رپوټ شوي دي او په دواړو برخو کې له ټولې نړۍ مخکې ده.‌

په اروپا کې مشرانو د کورونا اقتصادي زیانونو څخه راوتلو ته پام اړولی او هڅه کوي د سلګونو بیلینو ډالرو د مرستې پر بستې موافقه وکړي.‌

په اروپا کې د کورونا تر درې میلېونو زیاتې پېښې او تر دوه لکو زیاته مړینه تایید شوېده.

کورونا وایرس اروپا له ژور اقتصادي رکود سره مخ کړې او اقتصاد پوهان یې اټکل کوي چې د اروپا اقتصاد به سږ کال ۸.۳ فیصده خراب شي.

د جنوبي کوریا د روغتیا چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ د پرمختګ راپور ورکړی او ویلي یې دي چې ۲۶ نوې پېښې تایید شوې دي چې یواځې څلور یې په سیمیزه توګه له یوه بل ته انتقال شوې دي چې په دوو میاشتو کې تر ټولو لږه شمېره ده.

روغتیايي چارواکو یې له خلکو غوښتي چې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې دې خپلې هلو ځلو ته دوام ورکړي او دې ته یې هڅولي دي چې په ګڼ شمېر دې سره نه راټولېږي او د اوړې رخصتۍ دې په کورونو کې تېرې کړي.

د چیلې هېواد چې په نړۍ کې د مسو تر ټولو ستر صادرونکی هېواد دی اعلان کړی چې هېواد به په پنځو پړاونو کې بېرته پرانېزي.

روغتیايي چارواکي وایي، په چېلې هېواد کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د ۲۳۰۰ نویو پېښو راپور ورکړل شوی چې له دې سره په دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۳۲۸۰۰۰ څخه زیات شوی او تر نېږدې ۸۵۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.‌

په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس نېږدې ۱۵ میلیونه میلیونه کسان اخته او تر شپږو لکو زیات مړه شوي دي.‌

XS
SM
MD
LG