لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسان الله احسان چرته دی؟ رپوټ


د پاکستاني طالبانو د تحریک پخوانی وياند او وروسته بیا د جماعت الاحرار ډلې وياند احسان الله احسان په اړه د پاکستان پوځ د کال 2017م د مې په مياشت کې ويلي، هغه ځان پوځ ته سپارلی دی.

وروسته بيا هغه ويلي د پاکستاني طالبانو تحریک ته د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو مرسته ترلاسه وه او هر څه به يې د هغو په مرسته کول.

خو د روان کال جنورۍ په مياشت کې بيا د احسان الله احسان د تښتېدو خبرونه مخې ته راغلي او هغه په خپله د تښتېدو ويلي ؤ چې سره د خپلې کورنۍ نامالومه ځای ته رسېدلی دی.

او د دغه خبر دوه اوونۍ وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه د احسان الله احسان د تښتېدو د خبر پخلی کړی ؤ.

د پاکستان ډان ورځپاڼه په خپله اداريه کې ليکي احسان الله احسان ويلي د بلاول بټو زرداري انجام به لکه د هغه د مور بېنظير بټو وي>

پيپلز ګوند ويلي ؤ دا ګواښ دی او زیاته کړې يې وه که بلاول له څه وشو زمه واري به يې د پاکستان وزیراعظم عمران خان وي.

څيړونکی ډاکټر سرفراز خان وايي د پاکستان دپاره دا ښه خبره نه ده چې دغه رنګ ګواښونه کیږي.

هغه وايي دا ډېره خطرناکه خبره ده چې د بلاول په څېر کسانو ته ګواښونه کيږي او که داسې وي دا ګواښونه به نور سېوا کیږي.

د پېښور هايکورټ چې د روانې میاشتې په درېمه نېټه د احسان الله احسان د تښتېدو په اړه اورېدنه کوله، د مرکزي او صوبايي حکومت لخوا عدالت ته ويل شوي دوی ورنزدې شوي چې احسان الله احسان بيا ونسي.

د پېښور پوهنتون د سيمه ييزو مطالعو د مرکز پروفېسر ډاکټر شفيع افریدی وايي د پاکستان حکومت له پکار ده دا خبره هواره کړي.

(دا خبرې چې ختمې شي، بيا راووځي، زمه وار خلک دې په دې لړ کې خپل رول ادا کړي او دا مسله دې نوره هواره کړي).

هغه وويل که دا خبره هم داسې پټه خله پاتې شوه نو ټول خلک به د دې ابهام ښکار پاتې شي او په نړيوال کچ به دا پوښتنه په ځای پاتې وي او په پاکستان به تل دغه پوښتنې را ولاړيږي.

د خیبرپښتونخوا د سرښار پېښور په آرمي پبلک سکول باندې د کال 2014م د دسمبر په میاشت کې شوې ترهګر حمله کې د وژل شوو طالب علمانو ميندې پلاران احسان الله احسان د دغه حملې لپاره ذمه وار بلي. خو د پېښور آرمي پبلک سکول ترهګر حملې دوه ورځې وروسته احسان الله احسان میډیا ته ویلي وو چې په دغه حمله کې لاس نه لري>

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG