لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان: په مېدان وردګو کې د طالبانو په ځانمرګي بريد کې د ملي اردو اته سرتيري وژل شوي


په داسې وخت کې چې ویل کيږي په افغانستان کې د سولې دپاره بېن الافغاني خبرې به زر روانې شي، په افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو بریدونه دوام لري.

تازه بريد پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ په مېدان وردګو کې شوی او د افغان ملي اردو په کاروان د طالبانو په ځانمرګي بريد کې د ملي اردو اته سرتيري وژل شوي او ننه نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د دغه بريد پخلی کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د مېدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې د بريد زمه واري منلې او په لسګونو د کمانډو سرتېرو د وژلو او ټپي کولو دعوه يې کړې ده.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکې سرپرست سفير (شارژدافير) راس وېلسن په افغان مشرانو غږ کړی چې د بنديوانو تبادله بشپړه کړي او د طالبانو سره د وروسته والي پرته د سولې خبرې پېل کړي.

نوموړي د اتوار په ورځ په ټويټر و یلي، "مونږ د افغانستان په مشرانو غږ کوؤ چې نوی حکومت جوړ کړي، د روغې جوړې دپاره د سولې عالي شورا جوړه کړي، د بنديوانو تبادله بشپړه کړي، او بېن الافغاني خبرې پېل کړي".

طالبان په افغان حکومت تور لګوي چې د بنديوانو د خلاصون پروسه وځنډوي او د دغه لارې د بېن الافغاني مذاکراتو د پېل کېدو مخه ونيسي.

خو افغان حکومت بيا دغه تور په طالبانو لګوي چې د سولې د خبرو په لړ کې په شوې توافقنامه کې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي، بندیوان افغان سرتيري يې خوشي نه کړه او د افغانانو وژنې يې ونه درولې.

بل لور ته د پاکستان دپاره د افغانستان ځانګړي استازي محمد عمر داودزي ويلي، بېن الافغاني خبرې به په مياشتو کې نه، په اوونيو کې پېل شي.

هغه ويلي د بېن الافغاني خبرو په وړاندې د طالبانو غټه غوښتنه د بنديوانو خوشي کول ؤ او دغه کار په وروستي پړاؤ کې دی.

افغان حکومت وايي د طالبانو په پينځه زره بنديوانو کې يې د 4200 پورې خوشي کړي دي.

XS
SM
MD
LG