لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د پېښور هايکورټ په ترهګرۍ تورن 196 کسانو د خوشي کولو فېصله وځنډوله


د پاکستان سپريم کورټ (ستري محمکمې) د پېښور هايکورټ هغه فېصله وځنډوله په کومه کې چې د پېښور هايکورټ په ترهګرۍ تورن 196 د خوشي کولو ويلي ؤ، دغو 196 ته د پوځي عدالتونو څخه سزاګانې اورول شوې وې.

د سپريم کورټ د درېو ججانو ډلې چې مشري يې جسټس مشيرعالم کوي نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د پېښور هايکورټ فېصله ځنډولې ده.

د سرکاري ميډيا ترمخه د سپريم کورټ د ججانو ډلې په ترهګرۍ تورن 196 کسانو د مقدمو ريکارډ غوښتی چې مرکزي حکومت دې ورته دغه تفصيل وړاندې کړي.

راپورونه وايي عدالت د جمعې په ورځ دغه تفصيل غوښتی دی.

عدالت د مقدمو د تفصيل سره مرکزي حکومت او اړونده فريقېنو ته د حاضرۍ امر کړی دی.

د پېښور هايکورټ د چيف جسټس وقار احمد سېټهـ په مشرۍ د دوه ججانو ډلې د پوځي عدالتونو څخه سزاوار شوؤ کسانو خواستونه د اورېدنې دپاره منظور کړي وو.

د راپورونو ترمخه دا نزدې د 300 کسانو خواستونه ؤ چې پکې عدالت بيا د 196 کسانو د خوشي کولو امر کړی ؤ.

خو وروسته مرکزي حکومت او د دفاع وزارت دغه فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې وه.

نزدې لس ورځې وړاندې د پېښور هايکورټ د پوځي عدالتونو څخه د ترهګرۍ په مقدمو کې سزاوار شوي 196 کسان بري کړي په خپله تفصيلي فېصله کې يې ويلي، د دغو کسانو پرضد په مقدمو کې د پوځي قانون سرغړونه شوې او ملزمانو ته د هغوی د خوښې د وکیل حق نه دی ورکړی شوی.

د پېښور هايکورټ د چيف جسټس وقار احمد سېټهـ او جسټس محمد نعيم ګډ بنچ تېره میاشت د دغو کسانو په خواستونو لنډه فېصله اورولې او ویلي يې ؤ، که د دغو کسانو پرضد نورې مقدمې نه وي دوی دې خوشي کړی شي.

او بيا په 426 صفحو تفصلي فېصله کې عدالت ویلي، تورنو کسانو ته په داسې مقدمو کې سزا اورول شوې چې د دوی پرضد کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی شوی چې دوی په ترهګرۍ کې ککړ ؤ، او دا فېصلې د بغض او قانوني حقايقو نه پرته اورول شوي دي.

راپورونه وايي د پېښور هايکورټ دغه ډول نور د 100 نه زیات خواستونه د اورېدنې دپاره منظور کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG