لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور ځایي عدالت د ثنا اعجاز او جمیلې ګیلاني د نیولو امر وکړ


واشنګټن ـــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاجي لاریون کې د ګډون له کبله له مقدمې سره مخ د دوو ښځینو سیاسي فعالو ثناء اعجاز او جمیله ګیلاني ضمانت په تېره جون میاشت کې عدالت منلی وو، خو نن یې بیرته رد کړ او د هغوی د نیول کېدو امر یې وکړ.

ثناء اعجاز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې د پېښور ضلعي عدالت نن د دوی ضمانت رد کړی دی، خو وایي دوی به بیا هم د خپلو حقونو لپاره مبارزه پرې نه ږدي:

"پېښور سېشن کورټ نن د ضمانتونو تر ردولو وروسته زما او د جمیله ګیلاني د نیولو حکم وکړ، خو زموږ وکیلان هڅه کوي چې اعلی عدالتونو ته درخواست ورکړي".

د ثناء اعجاز او جمیلې ګیلاني په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګڼ شمېر فعالانو د پېښور چاوڼۍ پولیس تاڼې د جنورۍ پر ۲۹مه وروسته له هغه د بغاوت په تور مقدمه درج کړې وه، چې دوی د تحریک د مشر منظور پښتین د نیول کېدو په ضد احتجاج کړی وو.

دغو دواړو مېرمنو عدالت ته تر نیول کېدو مخکې د ضمانت درخواست ورکړی وو، چې سېشن کورټ د جون پر ۲۵مه دوی ته د ۸۰ زره روپیو مچلکو د جمع کولو وروسته لنډمهالی ضمانت ورکړی وو، خو نن یې د دوی دایمي ضمانت رد کړ.

په مقدمه کې پر دوی د پاکستان د آیین له مخې د پاکستان د جوړېدو د مخالفت، بغاوت، مجرمانه سازش، د بېلابېلو ډلو تر منځ د دښمنۍ او د عامه امنیت د خرابولو تورونه لګېدلي وو، خو دوی دا تورونه ردوي او وایي چې په پرامنه توګه یې د منظور پښتین د نیول کېدو په ضد او د پښتنو د حقونو لپاره احتجاج کاوه، چې وایي دا یې آییني حق دی.

XS
SM
MD
LG