لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کورونا واکسین په ډګر کې وروستي پرمختګونه


واشنګټن - ساینس پوهان د کورونا پرضد د یو خوندي ‌او اغېزناک واکسین د جوړولو په ډګر کې د پرمختګ راپورونه ورکوي.

د واکسین جوړولو په دې نړیواله سیالۍ کې له دوه مخکښو څخه یو د برتانیې د اکسفورډ پوهنتون او د اسټرا زېنېکا په نامه د برتانیې او سویډن درمل جوړونې کمپنۍ سره په ګډه جوړ شوی.

دوهم یې د کنسینو بیالوجېکس په نامه د یوې چینايي بایوټېک کمپنۍ لخوا جوړ شوی چې دواړو یې په لومړنیو ازموینو کې د انسانانو په بدن کې یو ځواکمن دفاعي حالت رامنځ ته کړی دی.

د دغو دواړو واکسینونو په اړه شوې څېړنې د ګل یا دوشنبې په ورځ د برتانیې په طبي مجله لنسټ کې چاپ شوې دي.

په ورته وخت کې د امریکا درمل جوړونکې کمپنۍ فایزر د جرمني له بایوټېک سره په ګډه د ګل یا دوشنبې په ورځ د مثبت پرمختګ راپور ورکړی.‌

خو تر اوسه پورې د اکسفورډ پوهنتون او اسټرا زېنېکا لخوا چې کوم واکسین جوړ شوی ورته زیات پام اوختی دی.‌

له یادې کمپنۍ سره ګڼو حکومتونو د واکسین اخېستلو قراردادونه لاسلیک کړي دي چې که واکسین یې بریالی شي نو دوی به یې خپلو هېوادونو ته ترې راونیسي.

دغې کمپنۍ ژمنه کړې چې د کورونا د واکسین دوه بیلینه ډوزه به جوړوي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د اسټرازېنېکا لخوا جوړ شوی واکسین په برتانیې، برازیل او جنوبي افریقا کې تر لسو زرو زیاتو کسانو ته ورکړل شوی او ټاکل شوې ده چې په امریکا کې به ۳۰۰۰۰ کسانو ته په راتلونکې اونۍ کې ورکړل شي.‌

د ګل یا دوشنبې د ورځې دغه خبر په داسې حال کې خپور شو چې یوه اونۍ مخک ترې په امریکا کې د مډرنا په نامه د درمل جوړونې یوې کمپنۍ اعلان وکړ چې د دوی لخوا جوړ شوي واکسین په انسانانو کې دفاعي سیستم ځواکمن کړی خو لږ جانبي عوارض لکه ستړیا، سردردي، لړزه او د عضلاتو یا پټو دردونه هم ورسره وو.

د امریکا له بېلر کالج اف مېډېسن څخه ډاکټر پیټر هوټېز سي ان ان ته ویلي،‌ چې لومړني واکسینونه به زمونږ تر ټولو غوره واکسینونه نه وي.‌

هغه ویلي، دا به ښايي یو کال وخت ونیسي چې ټول معلومات راټول شي چې واکسینونه څومره کار کوي او څومره خوندي دي.‌

د کورونا له امله د اروپايي ټولنې اقتصادي مرستې:

د اروپايي ټولنې مشران د نهې یا سې شنبې په ورځ د ۲.۱ ټریلین ډالرو په ارزښت د کورونا د مرستې په یوې بستې باندې سره موافقې ته ورسېدل.

ددغه تړون له مخې به ۸۵۷ بیلینه ډالره کورونا ځپلو هېوادونو سره د قرضو او مرستو په توګه ورکړل شي.‌

دغه پرمختګ وروسته له هاغې وشو چې په دې اړه د اروپايي ټولنې د مشرانو ترمنځ څلور ورځې او شپې خبرې وشوې.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ریپبلېکن وکیلانو سره په یوې لیدنه کې وویل، چې دې به د کورونا په اړه د خپل کاري ځواک ورځنۍ خبري غونډې د نهې یا سې شنبې په ورځ بېرته پیل کړي.‌

ولسمشر دغه خبري غونډې د تېرو څو اونیو راهیسې وروسته له هاغې بندې کړې کله چې په ټرمپ باندې د کورونا په اړه د هغه د څرګندونو له امله نیوکې وشوې.

په امریکا کې د کورونا په اړه ورځنۍ خبري غونډې په داسې حال کې بېرته پېلېږي چې په دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر څلورو میلینو او د مړو شمېر ۱۴۴۰۰۰ ته نېږدې شوی دی.

په نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر ۱۵ میلیونو ته نېږدې شوی او پرې مړه شوي کسان له ۶۱۴۰۰۰ څخه اوختي‌ دي.

XS
SM
MD
LG