لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام اباد کې تښتول شوی ژورنالسټ مطيع الله جان 12 ساعته وروسته بیرته کور ته راغلی


ژورنالسټ مطيع الله جان پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د اسلا م اباد څخه نامالومو کسانو تښتولی او بیا يې 12 ساعته وروسته پرېښودی او خپل کور ته بيرته ستون شوی دی.

د مطيع الله جان کورنۍ او د هغه ملګرو د هغه بیرته د راتلو پخلی کړی دی.

د هغه ورور شاهد عباسي رسنيو ته ويلي د فتح جنګ علاقې نه ورته ټيليفون راغلی چې راشي او ورور يې کور ته بوځي.

مطیع الله جان د نهې په ورځ د اسلام اباد د جي شپږم سېکټر څخه نامالومو کسانو تښتولی ؤ.

د مطيع الله جان د نيولو پرضد د هغه کورنۍ د نامالومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې او اسلام اباد هايکورټ ته يې خواست کړی او عدالت په دغه لړ کې اړونده ادارې غوښتې وې.

د هغه د کورنۍ لخوا د مقدمې په خواست کې ويل شوي ؤ چې په تورو جامو (وردۍ) کې کسان راغلي چې په سپينو جامو کې کسان هم ؤ او په ګاډو يې د پوليس بتۍ هم وې، مطيع الله جان يې تښتولی دی.

وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز هم د هغه د تښتولو پخلی کړی ؤ.

د بشري حقونو تنظيمونو، سياستوالو او په ټولنيزو رسنيو د ژورنالسټ د تښتولو غندنه کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه شوې وه.

دا چې هغه په کوم حال کې بيرته ستون شوی او چا تښتولی ؤ؟، ورور یې ميډيا سره په خبرو کې ویلي، هغه روغ رمټ دی تښتوؤنکو زيات په ګاډي کې ګرځولی او سترګې يې ورله تړلې وې، تشدد يې پرې نه دی کړی.

مطيع الله نن د شورو، چهارشنبې په ورځ سپريم کورټ ته هم وړاندې کیږي، نوموړی د يو ټويټ په سر عدالت غوښتی دی.

د نوموړي په اړه ويل کيږي په رياستي ادارو او د پوځ په سیاست کې په لاس وهنه نيوکې او په حکومتي پاليسيانو ټکونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG