لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: ښايي کرونا وبا د ښه کېدو نه وړاندې ډېره خرابه شي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي داسې ښکاري چې د کرونا وايرس وبا د ښه کېدو نه وړاندې ډېره خرابه شي.

صدر ټرمپ ته هره ورځ د کرونا وبا په اړه احوال تېرولی شي.

نوموړي په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي په امریکا کې په ځينې ځايونو کې د کرونا وبا ډېره کميږي او په ځينو کې لږه کمه، خو زياته کړې يې ده د بده مرغه، ښايي دا وبا د ښه کېدو نه وړاندې ډېره خرابه شي.

صدر ټرمپ به وړاندې په خپله ماسک نه اچولو.

خو پرون د ماسک په اچولو ډېر زور راوړی او ويلي يې دي ماسک اچول د کرونا وبا د مخنيوي په لړ کې ډېر مهم دي، هغه د خبرو په مهال د جېب نه ماسک راویستی او ښکاره کړی چې هغه په خپله هم ماسک کاروي.

نوموړي د اپرېل د مياشتې وروسته په لومړي ځل د کرونا وبا په اړه د خبريالانو سره خبرې کړي دي.

صدر ټرمپ د کرونا وبا ښه کېدو نه وړاندې د خرابېدو خبره په داسې حال کې کړې چې د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امریکا کې په 38لکه، 99زره211 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او يو لک 41زره 995 يې مړه کړي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په نړۍ کې يو کروړ، 49 لکه، 47 زره او 428 کسانو ته لګېدلی او شپږ لکه، 15زره 754 کسان یې مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG