لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپریم کورټ نوټس اخستی چې ولي په یوټیوب دپوځ،ججانو اؤ عدلیې په ضد مواد خپریږي؟


دپاکستان سترې محکمې په یوټیوب دججانو په ضد دخپریدونکو موادو نوټس اخستی اؤ ویلي یې دي په ټولنیزو رسنیو دپوځ،عدلیې اؤ حکومت په ضد خلک راپارول کیږي.

د زیارت په ورځ فرقه ایزو فسادونو کې دتورن شوکت علي نومې تن د ضمانت دعریضې اوریدنې په مهال جج قاضي امین پوښتنه کړې ده چې دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای اؤ دپي ټي ای ویني چې په یوټیوب څخه روان دي؟

هغه ویلي په یوټیوب اؤ نورو ټولنیزو رسنیو زمونږ کورنۍ هم نه بخښل کیږي،ججان شرمولی شي ،چا په یوټیوب ځان نه تره جوړ کړی وي اؤ ناست وي اؤ چا ماما.

تر دې څو کاله وړاندې هم پاکستان کې حکومت د مذهب د سپکاوي په اساس په یوټیوب تر اوږدې مودې بندیز لګولی ؤ خو بیا دغه بندیز د یو عدالتي امر دلارې ختم کړل شو.

دسترې محکمې جج قاضي امین وویل “مونږ پرېکړه وکړه اؤ یوټیوب بیا شورو شو،مونږ د زغم نه کار اخلو خو ولې اخر ددې ختمیدل خو شته کنه “

هغه په ډاګیزو لفظونو کې نه دي ویلي چې ګنې ستره محکمه یوټیوب یو ځل بیا بندوي خو پاکستاني رسنیو دغه څرګندونې د یوټیوب بندولو لوري ته یوه اشاره بللې ده.

دسترې محکمې جج پوښتنه کړې چې په یوټیوب د پوځ،عدلیې اؤ حکومت په ضد د خلکو راپارولو په جرم کې تر اوسه د څومره خلکو په ضد ګامونه اخستل شوي؟

خو پاکستان کې دمخابراتو دکنټرول ادارې پي ټي‌ ای محکمې ته ویلي چې هغوئ د یوټیوب څخه په شخصي توګه د خپرو شوؤ موادو د لرې کولو صلاحیت نه لري البته دغه مواد یوازې رپورټ کولی شي.

دمحکمې یو بل جج مشیر عالم په دې موقعه ویلي چې په ګڼ شمیر هیوادونو کې یوټیوب بند دی اؤ ټولنیزې رسنۍ د ځایي قوانینو په اساس قابو کولی شي .

هغه ویلي څوک خو دې دامریکا اؤ اروپایي اتحادیې په ضد مواد په یوټیوب خپاره کړي ؟

وروسته محکمې دبهرنیو چارو وزارت اؤ ستر سرکاري وکیل یا اټارني جنرل ته دځواب غوښتلو دپاره په دغه اړوند نوټسونه ولیږل.

څېړونکي وایي په 2018م کال کې چې عمران خان واک تر لاسه کړی په دې هېواد کې پر مېډیا اؤ ټولنیزو رسنیو بندیزونه تر بل هر وخت سیوا شوي دي.

پاکستان کې ګڼ شمیر خبریالان اؤ څېړونکي په دې نظر دي چې دې هیواد کې د اظهار پر ازادۍ بندیز لګوونکي له بېلابېلو وسیلو کار اخلي، چې وایي په هغوی کې د ټیلیویژن چېنلونه پر کېبلونو بندول، سرکاري اشتهارونه ختمول، د رسنیو مالکان ډارول او د ټولنیزو رسنیو د یو پوځ په وسیله پر خلکو بریدونه کول دي.

نقادان وایي د عمران خان حکومت او پوځ په ګډه په رسنیو د بندیز لګولو په برخه کې ورځ تر بلې توند ګامونه اخلي چې وایي په تېرو پوځي حکومتونو کې یې هم مثال نه شي موندل کېدای. د ډان انګرېزي ورځپاڼې ایډیټر ظفر عباس په دې وروستیو کې ډيوه ته ویلي وؤ؛

"په هغه وخت کې خو لږ تر لږه موږ په دې حالت کې وو، چې په ښکاره ووایو چې موږ د پوره حقایقو د خپرولو اجازه نه لرو، خو اوس اکثره رسنۍ درواغ یا نیم ریښتیا وایي، خو شکایت هم نه شو کولای"

خبریالان وایي اوس حکومت او پوځ دواړه په شریکه په دې نظر دي چې رسنۍ باید د ریاست رسمي بیانیې ته وده ورکړي او د قومي ګټو په نامه ورباندې تنقید ونه کړي.

XS
SM
MD
LG