لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - په ګرده نړۍ کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر له ۶۲۵۰۰۰ او په امریکا کې ۱۴۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

همدا ډول په نړۍ کې پرې تر ۱۵ میلیونو زیات او په امریکا کې پرې تر څلورو میلیونو زیات کسان اخته شوي دي.

په ورته وخت کې جنوبي افریقا دا مهال په نړۍ کې د کوېډ ۱۹ د خپرېدو په مرکز بدل شوی.

ددغه هېواد د روغتیا وزارت ویلي، په دغه هېواد کې نېږدې ۳۸۲۰۰۰ کسان په کورونا اخته او نېږدې ۵۴۰۰ یې مړه شوي دي.

د برازیل حکومت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر په دریم ځل تېسټونو کې هم کورونا مثبت شوې ده.

په جایر بولسېنېرو کې کورونا د لومړي ځل لپاره د جولای په اومه نېټه موندل شوې وه.

د امریکا حکومت د فایزر او بایوټیک په نامه امریکايۍ او جرمنۍ درمل جوړونکو کمپنیو ته ۱.۹۵ بیلنه ډالره ورکوي تر څو ترې د کورونا سل میلیونه ډوزه واکسین واخلي کچېرې دوی د واکسین په جوړېدو کې بریالي شي.‌

یادو کمپنیو په جلا توګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي دي، چې دوی د امریکا د دفاع او روغتیا وزارتونو سره دې موافقې ته ورسېدل چې دوی ته هغه واکسین ورکړي چې دوی پرې اوس په ګډه کار کوي.‌

د امریکا حکومت دې ته ورته قراردادونه له یوشمېر نورو واکسین جوړونکو کمپنیو سره کړي دي.‌

د امریکا د روغتیا وزارت له فاکس نیوز سره په یوې مرکه وویل، چې امریکا کولای شي ۵۰۰ ډوزه نور واکسینونه هم راونیسي کچېرې دغه واکسینونه خوندي او اغیزناکه وي.

XS
SM
MD
LG