لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمی خليلزاد وايي نزدې ده چې بېن الافغاني خبرې پېل شي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي په تېرو 24 ساعتونو کې په افغانستان کې د تشدد پېښې سېوا شوي او ډېر خلک پکې وژل شوي دي.

نوموړي ویلي په فرېقېنو غږ کوي چې تشدد قابو کړي، د خلکو ژوند خوند کړي، زغم وکړي ځکه چې په افغانستان کې بېن الافغاني خبرې پېل کېدل رانزدې دي.

نوموړي په بل ټويټ کې ويل، افغانان غواړي چې زر تر زره د سولې خبرې روانې شي کومې چې د دوی ټولو په ګټه دي او نور قبرونه به د خبرو عمل مخ په وړاندې نه بوځي.

نوموړي په تېرو 24 ساعتونو کې د تشدد د پېښو په اړه ټویټ کې د هرات د يو عکس خبره کړې چې هلته د افغان هوايي ځواک په برید کې عام خلک او ماشومان هم په نخښه شوي دي.

هغه د دغه پېښې غندنه کړې او د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.

هغه ويلي دغه ډول د طالبانو وروستي بريدونه هم غندي چې عام افغانان پکې وژل شوي دي.

خليلزاد دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د شورو/ چهارشنبې په ورځ په هرات صوبه (ولايت) کې ځايي خلکو دعوه کړې چې د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې اته تنه ملکي کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

طالبانو هم په بمبارۍ کې د 20 تنو ملکي کسانو د وژل کېدو دعوه کړې ده.

خو د هرات ولايتي چارواکو ويلي طالبان په يو ځای کې راټول شوي او په حکومتي ودانيو يې د بريد پلان جوړولو هوايي ځواک پرې بريد کړی دی.

په افغانستان کې په وروستيو کې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې او په يو بل يې بريدونه هم سېوا شوي دي.

XS
SM
MD
LG