لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې له کانګرس ودانۍ د غلامۍ د ملاتړو د مجسمو لرې کولو مسوده منظوره شوه


واشنګټن ــــ د امریکې په کانګرس کې د استازو جرګې د کېپیټل هِل په نامه د کانګرس په ودانۍ کې د ولاړو هغو شخصیاتو د مجسمو د لرې کولو قانوني مسوده منظوره کړې، چې په امریکا کې یې د غلامۍ او د سپین پوستو د واکمنۍ ملاتړ کړی وو.

د شورو- چارشنبې په ورځ دا بِل د ډیموکرېټ ګوند د استازو له خوا وړاندې شو، چې په استازو جرګه کې اکثریت غړي لري. په دې قانوني مسوده کې غوښتنه شوې ده چې د کانګرس له ودانۍ د هغو کسانو مجسمه ړنګې کړای شي چې په امریکا کې د غلامۍ ملاتړي او د 19مې پېړۍ د کورنیو جګړو په مهال د کنفیډرېټ ایالتونو مشران وو.

له هغو کسانو څخه چې دغه قانوني مسوده یې ایوان ته وړاندې کړه، یوه هم د ډیموکرېټ ګوند غړې باربرا لي وه، چې په کانګرس کې د کېلیفورنیا ایالت استازې ده. هغې پخپلو خبرو کې وویل، هغه زمانه لاړه چې موږ به هغه سړي ستایل چې افریقایي- امریکایان به یې په ځنځیرونو کې ساتل:

"دغه د تعصب او نسل پرستۍ دردوونکې نخښې نور زموږ په ټولنه کې ځای نه لري او هیڅکله باید د امریکې په کانګرس ماڼۍ کې و نه ساتل شي".

د شورو- چارشنبې په ورځ د دې قانوني مسودې په ملاتړ کې 301 او په مخالفت کې یې 113 رایې واچول شوې، د بِل په ملاتړ کوونکو کې د ریپبلکن ګوند 72 غړي هم شامل وو، چې په هغوی کې ډېر یې د رجعت پسندو نظریاتو پلویان وو.

دغه قانوني مسوده وروسته له هغه د استازو اېوان ته وړاندې کېږي چې د مې په 25مه د جورج فلویډ په نوم تورپوستی امریکایي وګړی وروسته له هغه مړ شو، چې یوه سپین پوستي پولیس یې پر غاړه شاوخوا اته منټه ګونډه ایښې وه او د هغه د مړینې په نتیجه کې په پراخو احتجاجونو کې د امریکې په ځینو ایالتونو کې د غلامۍ د ملاتړ کوونکو شخصیاتو ځینې مجسمې و نړول شوې.

دا قانوني مسوده به اوس د امریکې سېنټ ته وړاندې کېږي، چې پکې د ریپبلکن ګوند اکثریت دی خو دا نه ده څرګنده چې هلته به د دې ګوند پارلماني مشر میچ میکانل دا مسوده د رایو اچولو لپاره وړاندې کړي که نه.

که دا قانوني مسوده په سېنټ کې هم په اتفاق سره منظوره شي نو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې به د کانګرس له ودانۍ "کېپیټل هِل" څخه لږ تر لږه 10 مجسمې لرې کړل شي، چې په هغوی کې د امریکې د سپریم کورټ د پخواني چیف جسټس روجر ټیني، د دوو پخواني مرستیال ولسمشرانو او ګورنرانو مجسمې شاملې دي.

پخواني چیف جسټس روجر ټیني په 1857م کال کې په خپله یوه پرېکړه کې لیکلي وو، چې تورپوستي خلک د امریکې شهریت نه شي تر لاسه کولای او د امریکې کانګرس دا واک نه لري چې په دې هېواد کې غلامي‌ ختمه کړي.

د سپریم کورټ د پخواني مشر قاضي دا پرېکړه د امریکې په عدالتي تاریخ کې تر ټولو ناوړه فیصله ګڼل کېږي، خو تر دې پرېکړې وروسته په 1865م کال کې د امریکې په ایین کې په ۱۳م بدلون سره غلامي ختم کړل شوه او په 1868م کال کې په 14م اییني بدلون سره هغو ټولو وګړو ته د شهرت حق ورکړل شو چې په امریکا کې زېږېدلي‌ وي.

د استازو د اېوان ځینو غړو دا غوښتنه هم وکړه چې له کانګرس ودانۍ دې د روجر ټیني مجسمه لرې کړل شي او پر ځای دې یې د ترګوډ مارشل مجسمه ولګول شي چې د سپریم کورټ لومړنی تورپوستی قاضي وو.

XS
SM
MD
LG