لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هیوسټن کې د چین کونسلګرۍ د تړلو امر وروسته د امریکا او چین ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا په ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د چین کونسلګرۍ د تړلو امر کړی وو او ویلي یې وو چې دغه ګام د بیجینګ له خوا د علمي موادو د حقونو د غلا کولو له کبله شوې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا په ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د چین کونسلګرۍ د تړلو امر کړی وو او ویلي یې وو چې دغه ګام د بیجینګ له خوا د علمي موادو د حقونو د غلا کولو له کبله شوې دی.

د امریکا او چین ترمنځ تاوتریخوالی روانه اوونۍ کې وروسته له هغې زیات شوی چې امریکا ادعا وکړه چې دوه چینایي هیکران (کمپیوټر نه ملومات غلا کوونکي ) د خپلوشخصي ګټو او د چین حکومت په استازیتوب د وایرس په څیړنه کې کارکوونکي امریکایی شرکتونه په نښه کوي، او د نړۍ په کچه شرکتونو نه معلومات غلا کوي. تېره ورځ بیا امریکا د چین په هېوسټن کونسلګرۍ د تړلو امر وکړو ، او ادعا یې وکړه چې دا ګام علمي موادو حقونو او د خلکو شخصي معلوماتو خوندي ساتلو دپاره ضروری دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا په ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د چین کونسلګرۍ د تړلو امر کړی وو او ویلي یې وو چې دغه ګام د بیجینګ له خوا د علمي موادو د حقونو د غلا کولو له کبله شوې دی.

د امریکا ترتولو لوی ډپلومیټ یا سفارتکار په ډنمارک ک وویل:”موږ ښکاره توقعات وړاندې کوو چې څنګه به د چین کمونیسټ پارټۍ چلند کوي". مایک پمپیو زیاته کړه : ”او کله چې دوی داسې ونه کړي ، موږ به داسې اقدامات ترسره کړو چې د امریکا خلکو ساتنه وکړي ، زموږ امنیت خوندي کړي ، زموږ ملي امنیت ، او زموږ د اقتصاد او د روزګارونو ساتنه هم وکړي“.

چین ته د جمعې تر ماسپښین پورې وخت ورکړل شوی دی چې د هیوسټن د کونسلګرۍ ودانۍ وتړي په دغه کې خواوشا 60 تنه کارمندان لري. صدر ډانالډ ټرمپ ویلي چې د نورو کونسلګریو تړل "دا هر وخت ممکن ده ".

د امریکا دغه ګام له کبله د امریکا چې د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد دی او چین چې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ګڼل کېزي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دغه ګام یوه ورځ وروسته له هغې اخیستل شوی چې ټرمپ ومنله چې کرونا وایرس ناروغي چې په چین کې شروع شوې احتمال لري د ښه کېدو وړاندې په امریکا کې نوره زیاته شي. په امریکا کې د کرونا وایرس قضیې په تیره اوونۍ کې په زیاتېدو دي او په ورځ کې په اوسط ډول 66,000ته رسیدلي ، او د مړو شمېر یو لکه 42 زره نه اوښتې دی.

ټرمپ په تکرار سره کویډ-19" د چین وایرس" بللی ، خو د نوم ترشا هر ډول نسل پرستې نه انکار کوي.

پمپیو ویلي چې د چین د هیوسټن عملیاتو پراخه اغیز لرلو.

هغه وویل: "دا یوازې د امریکا علمي موادو حقونه نه دي چې غلا کیږي ". پمپیو زیاته کړه " دا د اروپا د علمي موادو حقونه هم دي ، چې سلګونه زره روزګارونه وسره تړلي دي - په ټوله اروپا او امریکا کې د سخت خواري کوونکو خلکو دپاره ښه روزګارونه - چې د چین د کمونیسټ پارټۍ لخوا غلا کیږي ".

د حکم له خپریدو څو ساعته وروسته ، د هیوسټن یو ځایي ټیلي ويژن د کونسلګرۍ د انګړ نه د لوګي د ختو عکسونه خپور کړل ، او بهر په سړک د اور وژنې ټرکونه ځای په ځای شوي وو. د هیوسټن پولیسو وویل چې د کونسلګرۍ کارمندانو د شړلو نه وړاندې اسناد سوځول ، خو ځایي چارواکي د سفارتي مرکز ته نه دي دننه شوي.

په امریکا کې شپږ نور چینایی سفارتي ماموریتونه موجود دي، د امریکا په پایه تخت واشنګټن ډي سي کې د هغه سفارت خانه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کې دفتر او کونسلګرۍ ، لاس انجلس ، سان فرانسسکو او شیکاګو کې کونسلګرې شاملې دي.

چین د هیوسټن کونسلګرۍ د تړلو په اړه د امریکا په ګام سخت اعتراض کړی او د بدل اخیستو ګواښ یې کړی دی.

د شورو په ورځ په بیجینګ کې خبریالانو ته د وینا پرمهال د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وېن بن وویل چې د امریکا امر "د چین پر ضد د خپلو وروستي اقداماتو یوه بې ساری عمل دی" هغه پر امریکا تور ولګاوه چې چینايي سفارتي او کونسلګرې کارمندان ځوروي ، او "چینايي زده کونکي ډاروي او پلټنې ترې کوي او د دوی شخصي الیکټریکل سامان ضبط کوي" او د دوی د نیولو په لټه کې دي.

وانګ د شورو په ورځ زیاته کړه چې په واشنګټن کې د چین سفارت او په امریکا کې نورو کونسلګرېو ته په ټیلي فوند بم او مرګ ګواښونه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG