لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تېدروس د پمپیو هغه خبره رد کړه چې ګواکې په چین پلورل شوی


د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس
د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس

واشنګټن – د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس چې د کورونا وبا د سیاسي کېدو په اړه یې خبرداری ورکړی وو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې دی په چین باندې پلورل شوی دی.‌

د ټایمز اف لندن لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ راپور ورکړل شوی وو چې پمپیو ددې اونۍ په سر کې له لندن څخه د لیدنې پر وخت د برتانیې د پارلمان له غړو سره د تړلو دروازو تر شاه خبرې کړې دي.‌

راپور وايي، پمپیو برتانوي وکیلانو ته ویلي وو چې دده له استخباراتي معلوماتو داسې ښکاري چې تېدروس د چین د حکومت لخوا په پيسو باندې اخېستل شوی او په ۲۰۱۷ کال د ډبلیو اچ او د مشر په توګه د هغه د ټاکل کېدو له امله د برتانیې خلک مړه شوي دي.‌

تېدروس د زیارت یا پنجشنبی په ورځ د کورونا په اړه خبري غونډه کې وویل، چې دغه خبرې غلطې، د نه منلو وړ او بې بنسټه دي.

هغه وویل، یو له سترګو ګواښونو سره چې مخ یو هغه د کورونا د وبا سیاسي کول دي.‌

تېدروس وویل، د ډبلیو اچ او ټول پام دې ته وو چې د خلکو ژوند وژغوري او په داسې تبصرو سره به دوی له خپلې موخې څخه بې لارې نشي.

په ډبلیو اچ او کې د کوېډ ۱۹ تخنیکې مشره مریا ون کرخوب هم د پمپیو تبصرې ته په غبرګون کې ویلي، دی چې دا ددې لپاره د ویاړ ځای دی چې د وبا د پیل راهیسې یې له تېدروس سره کار کړی.

وان کرخوف چې یوه امریکايۍ ده وايي، هغې د ډبلیو اچ او لپاره تر لسو زیات کلونه کار کړی او د خپل دغه کار په اړه زیات ویاړ کوي.‌

پمپیو چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ډنمارک کې وو ورڅخه ددغو تبصرو په اړه د خبریالانو لخوا پوښتنه و نه شوه.‌

د ټرمپ ادارې په وار وار په ډبلیو اچ او باندې نیوکې کړې چې د پیکنګ په اړه یې د وبا د پیل په مرحو کې توپیري چلند کړی.‌

ولسمشر ډانلډ ټرمپ امر کړی چې امریکا دې له ډبلیو اچ او څخه په راتلونکې کال کې ووځي په داسې حال کې چې د لسیزو راهیسې یې ورسره سیاسي او مالي ملاتړ کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG