لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې په کورونا اخته کسان له څلورو میلیونو زیات شو


واشنګټن – په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له څلورو میلیونو واوخت، په لکونو نورو کسانو د بې کارۍ له امله د حکومتي مرستو غوښتنه کړې او وکیلان د اقتصادي مرستو پر نوې بستې غور کوي.

د زیارت یا پنجشنبې د ورځې وروستۍ شمېرې ښيي چې په امریکا کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له څلور میلینو، یو لک او ۶۷۰۰۰ څخه زیات شوی.

په امریکا کې په کورونا باندې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۴۷۰۰۰ څخه اوختی دی او ورپسې برازیل د ۸۴۰۰۰ کسانو له مړینې سره دوهم ځای لري.

په ټوله نړۍ کې په کورونا باندې تر اوسه پورې له ۱۵.۶ میلیونو زیات کسان اخته شوي او له ۶۳۵۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې د کورونا د پېښو له زیاتوالي سره د بې کارۍ له امله د حکومتي مرستو د غوښتونکو شمېر هم زیات شوی.

د امریکا د کار وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېره اونۍ کې کابو ۱.۴ میلیونو کسانو د بې کارۍ له امله د حکومتي مرستو غوښتنه کړې.

په امریکا کې د بې کارۍ دغه نوې شمېره په داسې حال کې اعلان شوې ده چې په سېنېټ کې د اکثریت مشر میچ مکانل تیاری نیسي چې د یو ټریلین په اندازه د کوېډ ۱۹ له امله نوې اقتصادي‌ مرسته په ډاګه کړي.‌

د امریکا ولسي جرګې یا هاوس اف ریپرېزینټیټیو دوه میاشتې مخکې د ۳.۵ ټریلینه اقتصادي مرستې بسته پاس کړې وه او د سیمیزو حکومتونو سره د نورو مرستو غږ یې کړی وو.

د ریپلېکنز تر اکثریت لاندې سېنټ ټینګار کوي چې دغه مرستې دې یو ټریلیون ته راکمې شي او هغه دې هم د ښونځیو، کاروبارونو او د خیریه پروګرامو په بیا پرانېستلو باندې ولګول شي.

په ورته وخت کې په امریکا کې د شورو یا چهارشنبې او د زیارت یا پنجشنبې په ورځو کې هره ورځ له کورونا څخه د مړو شمېر له زرو څخه اوختی وو.‌

کالیفورنیا د کورونا د زیاتو پېښو له امله له نیویارک څخه اړولې ده. په دغه ایالت کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴۲۲۰۰۰ څخه زیات شوی دی چې ی۱۲۱۰۰ پېښې یې یواځې د شورو یا چهارشنبې په ورځ رپوټ شوې دي.

XS
SM
MD
LG