لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسدعمر: که په لوی اختر او محرم کې احتياط ونه شو کرونا سېوا کېدی شي


د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا مرکزي وزير ويلي، که د لوی اختر او محرم په مهال خلک د کرونا وایرس څخه احتياط ونه کړي نو د کرونا وايرس به نور خواره شي.

نوموړي وزير پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ په کوټه کې د ملي عملياتو او مرکز په غونډه کې ګډون کړی او ويلي يې دي پکار ده خلک د مذهبي تهوارونو په مهال د کرونا چېلنج په نظر کې وساتي.

هغه ویلي حکومتي چارواکي او اړونده ادارې دې خلک خبر کړي چې د لوی اختر، محرم او د اختر د قربانو په منډيانو کې د کرونا وبا په اړه احتياط وکړي او د حکومت په جوړه تګلاره عمل وکړي.

هغه زیاته کړې چې د کرونا وبا په اړه په ملک کې راتلونکې دوه اوونۍ سختې دي او که احتياط ونه کړی شو د کرونا د مخنيوي دپاره په جوړه تګلاره يا تدابيرو عمل ونه کړی شو بدې اغېزې يې مخې ته راتلی شي.

اسد عمر دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې سرکاري شمېرې ښاي چې په ملک کې د کرونا وايرس پېښې کمې رپوټ کېدل پېل شوي دي، او نورې ورځ تر بلې کميږي.

خو په ملک کې بيا د حکومت مخالفه ګوندونه او ډاکټران په دې نيوکې هم کوي چې د کرونا پېښې ځکه کمې مخې ته راتلل پېل شوي چې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو معاينې، ټسټونه کم کړی شوي دي.

د سرکاري شمېرو په پاکستان کې تراوسه پورې په دوه لکه70 زره400 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې پکې 5763 کسان مړه شوي او ويل شوي دوه لکه 19زره او 783 کسان ترې ښه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG