لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ریسلینګ دنړۍ وتلی پهلوان انډر ټیکر هم ټیک ټاک رسنۍ ته را ووتلو


دپهلوانۍ یا ریسلینګ نړۍ کې دانډر ټیکر په نوم مشهور وتلي پهلوان مارک کیلوی هم په ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک خپل اکاونټ خلاص کړی اؤ پرته له کومې ویډیو شریکولو یې خپل زیات شمیر مینه وال په ځان رامات کړي دي.

دلنډو ویډیو ګانو خورولو په ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک که دا مهال دنړۍ ګڼو هیوادونو کې نیوکې روانې دي چې غیراخلاقي اؤ دنوي کول ذهن خرابوونکې ویډیو ګانې خپروي .

خو په دغه رسنۍ دژوند بیلابیلو څانګو سره تړاؤ لرونکو د نړۍ مشهورو شخصیاتو خپل اکاونټونه خلاص کړي اؤ له دې لارې خپلو مینه والو سره په تماس کې دی.

د ریسلینګ یا پهلوانۍ په دنیا کې د انډر ټیکر په نوم وتلی پهلوان هم تازه ټیک ټاک رسنۍ ته ورننوتل اؤ دغلته یې خپل یو تصدیق شوی اکاونټ خلاص کړی.

انډر ټیکر لا په ټیک ټاک خپله هیڅ یوه ویډیو نه ده خپره کړې خو بیا هم په لږ ساعت کې د هغه اکاونټ ۶۳ زره کسانو فالو کړی یا خوښ کړی دی .

هغه تر ډیرې مودې د ټولنیزو رسنیو څخه په ډډه پاتې شوی ؤ خو دوه کاله وړاندې یې په ټوئټر اؤ یو کال وړاندې یې بیا په انسټاګرام هم خپل اکاونټونه خلاص کړي وؤ

انډر ټیکر تر ۳۳کالو د پهلوانۍ په نړۍ راج کړی اؤ دهر عمر خلکو دهغه پهلواني خوښوله خو تیره میاشت یې دپهلوانۍ نه د لاس پسر کیدو اعلان کړی ؤ.

تر ۲۰کالو پرله پسې ریسل مینیا کې هغه ته چا ماتې نه وه ورکړې خو د ریسل مینیا۳۵م په سیالیو کې د رومن رینز په نوم مشهور پهلوان هغه ته ماتې ورکړې وه .

په دغه سیالیو کې تړون شوی ؤ چې که رومن رینز د انډر ټیکر نه ماتې وخوړه نو هغه به بیا کله هم دپهلوانۍ کاړې ته نه کوزیږي خو له سختې مقابلې وروسته زومن رینز انډر ټیکر ته ماتې ورکړې وه.

Recommended

XS
SM
MD
LG