لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت په کوټه ښار کې سیکانو ته خپله 200 کاله پخوانۍ ګوردواره وسپارله


واشنګټن ــــ د بلوچستان صوبایي حکومت په مرکزي ښار کوټه کې سیکانو ته د هغوی یوه پخوانۍ ګوردواره بیرته په اصلي حالت کې وسپارله چې له ودانۍ یې له تېرو شاوخوا اویا کالو راهیسې د یو سرکاري های سکول په توګه کار اخیستل کېده.

د کوټې ښار په منځ کې پر مسجد سړک جوړه دغه ګوردواره دوه سوه کاله پخوانۍ ګڼل کېږي چې وایي په 1935م کال په دې ښار کې د راغلې درنې زلزلې په نتیجه کې نړېدلې وه خو بیا وروسته بیرته و رغول شوه.

د بلوچستان کې د مذهبي لږکیو پارلماني سیکرټري او د وزیراعلی سلاکار دنېش کمار وایي د سیري ګورو سینګ په نامه دغه ګوردواره سیکانو ته د هغوی د عبادت لپاره بیرته سپارل د بلوچستان د حکومت یوه تاریخي پرېکړه ده.

د بلوچستان د تعلیم اداره وایي په دې ګوردواره کې چې د نجونو کوم های سکول وو، هغه نجونې به اوس د ښار په ور څېرمه سکولونو کې داخله کېږي او د دوی تعلیم به نه متاثره کېږي.

د وزیراعلی سلاکار ښاغلی دنېش کمار وایي د ګوردوارې د دې 14,000 مربع فوټ ودانۍ اوسنی ارزښت اربونو روپۍ دی ځکه چې وایي د ښار په منځ کې ده، خو وایي حکومت د سیکانو په غوښتنه بیرته د هغوی د عبادت په توګه بحال کړه.

په وروستیو کلونو کې په کوټه ښار کې د ځینو هندو تاجرانو د تښتول کېدو له کبله هلته د مذهبي لږکیو ژوند له ستونځو سره مخ وو، چې ځینو یې له دې ښاره کډه کړې او پر همدې مسجد سړک- چې د سیکانو ګوردواره پکې موجوده ده- ډېری سیکانو خپل دوکانونه پرې ایښي وو او خپل عبادتونه یې په ازادۍ نه شوای کولای.

خو په کوټه ښار کې د سیکانو مشر سردار جزبیر سینګ وایي، په دې ډېر خوشاله دی چې پخوانۍ ګوردواره یې بیرته ور وسپارل شوه او دا د بلوچستان د حکومت له خوا یوه تحفه ګڼي. سردار جزبیر سینګ وایي:

"د صوبې سیک ټولنه ډېره خوشاله ده چې زموږ پخوانۍ ګوردواره د حکومت او بلوچستان هایکورټ په مرسته 73 کاله وروسته موږ ته وسپارل شوه او اوس به موږ وکولای شو چې خپل عبادت پکې شروع کړو".

د بلوچستان د نورو ښارونو غوندې په مرکز کوټه کې هم له سلګونو کلونو راهیسې هندوان او سیکان اوسېږي، چې اوس هم د دې ښار ځینې سړکونه او کوڅې لکه ګوردت سینګ روډ، نتاسینګ سټریټ، پټېل روډ، موتي رام روډ او چوهړمل روډ د دوی په نومونو دي.

پخوا په بلوچستان کې د سیکانو شمېر زیات وو خو د وروستیو کلونو د ناامنیو له کبله ځینې د پاکستان نورو ښارونو او ځینې نورو هېوادونو ته کډه شول، چې دا مهال یې په صوبه کې د سیکانو شاوخوا دوه زره کورنۍ اوسېږي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په فرورۍ میاشت کې د بلوچستان په ږوب سیمه کې هم د هندوانو هغه پخوانی مندر دوی ته وسپارل شو، چې له لسګونو کلونو راهیسې د سرکاري سکول په توګه کار ترې اخیستل کېده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG